fbpx

شاګرد بايد استاذ ته عاجزه وأوسي‎

عبدالرحمن محمود

عباسي خليفه “هارون الرشيد” د خپل خلافت پر مهال و مدينې منورې ته سفر وکړ، أو مسجدالنبوي ته ورغى، أو هلته په مسجدالنبوي کي ئي امام دارالهجرة امام مالک رضي الله عنه وليد چي په تدريس د علم مصروف دى، هارون الرشيد ورته وويل: أى امامه هيله کوم چي تاسو د خلافت و شاهي کورنى ته يعني ځما و کورته راشى أو هلته تدريس د علم وکړى، أيا دا به ستاسو لپاره ضرر وي؟

امام مالک رحمه الله ورته و ويل:  أى هارونه علم چاته نه ورځې بلکي علم ته به خلګ راځې.

هارون الرشيد ورته وويل: ستا خبره ريښتوني ده أى د دارالهجرة امامه، زه به درته رازم و دغه مسجد ته تر څو علم درڅخه زده کړم.

امام مالک رحمه الله ورته وويل: أى هارونه زه بيا تاته دا اجازه نه درکوم چي درس ته وروسته راشي أو بيا د ناستو خلګو په غاړو پښې آړوې أو مخ ته راشي!

هارون الرشيد ورته وويل: سمعا و طاعة يعني ” په دواړو سترګو “.

امام مالک رحمه الله چي کله د مازيګر د لمانځه وروسته و درس ته کښيناست چي ګوري هارون الرشيد و مسجد ته را داخل سو أو باډيګارډان يې ورسره دي أو هغوى و هارون الرشيد ته چوکې کيښودل أو هارون الرشيد پر کښيناست.

امام مالک رحمه الله ته د هارون الرشيد دا کيفيت چي بايد متعلم ځان تري وساتي خوند ورنکړ، سمدستې يې دا حديث شريف ووايه ” من تواضع لله رفعه ومن تکبر وضعه الله ”

هارون الرشيد پوه شو أو ژر تر ژر يې أمر وکړ چي چوکې پورته کړى، چوکې پورته شوه أو هارون الرشيد لکه عام مسلمانان پر مځکه کيښناست أو د امام مالک رحمه الله څخه يې أحاديث أورول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د