دیني، سیرت او تاریخ

د الانبياء د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

دا لانبياء سوره مکي ده. آيتونه يې (۱۱۲) دي. د مصحف په ترتيب کي (۲۱) مه سوره ده، د سورو د نازلېدو په حساب  (۷۳)  مه سوره ده او د ” ابراهيم “ تر سورې وروسته نازله سوې ده. په دې سوره کي د شپاړسو پیغمبرانو په اړه څرګندوني راغلي دي چي پنځه پکښي اولوالعزمه دي، کوم چي محمد صلی الله عليه وسلم په ټولو کي غوره او افضل دی او نور موسی، ابراهيم، نوح او عيسی عليهم السلام دي او د نورو يادوني هم د دې سورې په بېلو بېلو ځايونو کي راغلي دي، نو د دې لپاره چي مسلمانان دغه پيغمبران خپل سرلاري او پېشوايان وګڼي او پيروي يې پرځانونو واجب وبولي دغه سوره د دوی نومونو ته منسوبه سوې ده.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

لکه چي پوهيږو انسانان په ټولو مهالونو کي پر درو ډلو وېشل کيږي :

لومړۍ ډله د لوی څښتن پر لار باندي د مومنو متقيانو ده. دوهمه ډله د سرکښو کفارو او مشرکانو ده او درېيمه ډله له حق او حقيقت  څخه د غافلانو ده، کومه چي د نورو دوو ډلو په منځ کي اوسي. دوی داسي  مومنان دي چي  اعمال او کړه وړه يې پر مومن والي دلالت نه کوي. له دې امله د دغي ډلي په هکله دعوتي کار او هلو ځلو ته زیاته اړتيا ده، ځکه غفلت ډېري ناوړي پايلي لري، له دې امله د دې سورې په لومړي آيت کي د خلکو د غفلت يادونه سوې ده، څو د هغه خطر په ګوته سي او د غفلت له درانه خوبه د غافلانو د را ويښولو او پاڅولو ارزښت او اهميت ته پام واوړي او په دې اړه د پیغمبرانو د کار او هلو ځلو سترتوب څرګند سي، درنښت او قدر يې وسي او بلونکي مومنان په هغو پسي اقتدا وکړي، لومړی خپله الله ته لکه څنګه چي ښايي عبادت وکړي او ورسره جوخت غافلان سمي لاري ته وبولي.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:
په دغه سوره کي د توحيد، بعثت او رسالت او هغو خبرو په باب چي پیغمبران عليهم السلام په پاڅول سوي دي ستر حقايق وړاندي سوي دي.

په دغه سوره کي دا خبري بيان سوي دي چي پیغمبران عليهم السلام د عبادت او دعوت په چارو کي د مومنانو پېشوايان (قدوې) دي.

دغه راز په دې سوره کي دا بيان سوي دي چي خلک تل پر دغو درو ډلو وېشل سوي وي:

۱. پرهېزګاره مومنان.

۲. فاجر کافران.

۳. او غافلان. البته دوی د الله لاري ته د دعوت ستر هدف باله سي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: سره د دې چي حق هم د پيغمبرانو په بلنو او دعوت کي او هم په همدې زموږ د چاپېريال په ښکارندو کي ښه څرګند دی او سره د دې چي د باطل او باطل پالني خطر هم ښه جوت دی، خو بيا هم ډېر خلک د حق په وړاندي په کفر او ملنډو وهلو سره دريږي او مخه يې نيسي، ځکه نو پر پیغمبرانو عليهم السلام باندي او تر دوی وروسته پر بلونکو باندي يوازي تبليغ او رسېده دي او په دې اړه حساب کتاب د الله د شامل او محيط سنت(کړنلاري) سره سم پر الله سبحانه دی : [۱ تر ۴۷ آيته].

دوهم: په دې سوره کي د پيغمبرانو عليهم السلام د امتونو د مخ د اړوني خبره راغلې ده . دا خبره په دې سوره کي د يادوسوو پيغمبرانو عليهم السلام په کيسو کي څرګنده سوې ده. په دې سوره کي چي  د وجود په اړه څه څرګندوني سوي دي له هغو څخه له ورايه

ښکاري چي د ټولو پیغمبرانو د رسالت موخه يوه ده، الله ته د هغو عبادت او د هغه عبادت ته د نورو بلل او هغه ته پناه وروړل  يې يوډول  دي او همداراز د پيغمبرانو له خوا د هغو امتونو ته د دعوت کړنلاري ټولي يو شان دي. بل دا چي کله پر مصايبو او کړاوونو باندي صبر کوونکي پیغمبران او د الله صالح بنده ګان الله ته پناه وروړي، نو د الله رحمت پر اوري، دعاوي يې قبولي کړي، د دوی دښمنان د ناوړه برخليک سره مخامخ کړي او  د پيغمبرانو او صالحانو په دې او هغه دنيا کي خيرونه په نصيب کړي:[۴۸ تر ۹۲ آيته].

درېيم: لوی څښتن په دې سوره کي د قيامت له مشاهدو څخه په يوه انځور کي وروستی برخليک او انجام ښوولی دی. هغه سبحانه وتعالی د محمد صلی الله علیه وسلم په را استولو سره چي ټولو نړيوالو ته يو کامل پېشوا(قدوه) او لارښوونکی رحمت دی خپل ربوبيت، الوهيت او رحمت څرګند کړی دی او بيا يې محمد صلی الله علیه وسلم ته امر کړی چي حق بيان او تبليغ کړي، خو نور د ده له درواغجن ګڼونکو سره څه کار ونه لري او دوی پرېږدي او د دوی محتوم برخليک:[۹۳ تر ۱۱۲ آيته].

د دې سورې فضايل:

لکه چي څرګنده ده د قرآن کريم هره برخه چي څوک تلاوتوي ډېر ستر ثوابونه لري او د قرآن د تلاوت د فضيلت په باب په خپله په قرآن کريم کي ډېري څرګندوني سوي دي او په دې اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه هم ډېر صحيح احاديث روايت سوي دي. خو د دې سورې د فضايلو په باب په ځانګړې توګه د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحيح احاديث نه دي راغلي، اما لکه چي پوهيږو د دې سورې تلاوت هم هماغه د قرآن کريم د يوې برخي د تلاوت ثواب او فضيلت حتماً لري. خو لکه څنګه چي خلکو د دې سورې د تلاوت په هکله ځاني تجربې کړي دي، د هغې ډېري ګټي يې ليدلي او لمس کړي دي.

حقيقت دادی چي څوک دا مبارکه سوره تلاوت کړي او د هغې په معناوو کي فکر او تأمل وکړي، نو د پیغمبرانو عليهم السلام داسي دعاوي پکښي سته چي لوی څښتن سبحانه ورقبولي کړي دي. نو که موږ هم په دغه سوره يا د قرآن کريم په نورو سورو کي راغلي دعاوي کټ مټ يا په خپله ژبه وکړو حتماً يې لوی څښتن قبلوي، خولومړی باید په خپلو ځانونو کي د دعا د قبلېدو شرايط او اسباب پیدا کړو او د لوی څښتن د فرمودې سره سم د دغو دعا کوونکو پیغمبرانو غوندي کړني وکړو. پيغمبرانو څه کول چي دعا وي يې قبلېدې، د لوی څښتن دي وينا ته ځير سئ:

﴿ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ (90) ﴾ [الانبياء: ۲۱ : ۹۰]

ژباړه: حقيقت دادی چي هغو(زکريا، مېرمني او زوی يې) د ټولو ښو کارونو په تر سره کولو کي يو پر بل باندي چټکي او تلوار کاوه، او موږ يې (زموږ څخه د شته ثواب د ترلاسه کولو) د شوق او (زموږ له عذاب څخه) د وېري په حالت کي بللواو دعا يې راته کول او تل موږ ته غاړه ايښوونکي(خاشع او خاضع )وه.

نو راځئ چي موږ هم د قرآن عظيم الشأن دغه سوره او هم نوري سورې لکه څنګه چي ښايي هغسي تلاوت کړو، لومړی په ځانونو کي د دعاوو د قبلېدو شرايط پیدا کړو ، له ناوړو کارونو څخه په کلکه ډډه وکړو او د نېکو چارو په تر سره کولو کي يو له بله مسابقه وکړو(پر ښو تلوار او پر بدو تأمل) وکړو او بيا د خپلو ستونزو د اوارۍ او روا هيلو او غوښتنو د تر سره کېدو لپاره لوی څښتن ته په دغه سوره او نور قرآن کي د انبياوو عليهم السلام راغلي دعاوي د خوف او رجا او د الله ورکړي ته د شوق او رغبت او له عقابه يې په وېره کي په عجز او زاريو دعاوي وکړو.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x