افغانستان

د افغانستان د تیاتر پلار استاد بېسد ومړ

نن ټکی آسیا: د افغانستان د تیاتر وتلی ستوری استاد عبدالقیوم بېسد چې د کابل په ده افغانان کې زېږیدلی و، د ۸۵ کالو په عمر له نړۍ سره مخه ښه وکړه.
نوموړی د افغانستان په وتلیو فرهنګي او هنري څېرو کې حساب و او شاوخوا ۵۰ کاله یې په هنري ډګر کې کار وکړ.

نوموړي شاوخوا ۳۰۰ راډيویي او ویډيويي ډرامو کې رول لوبولی و.
عبدالقیوم بېسد د افغان تیاتر له لومړنیو او مخېنه لرونکو ستورو څخه و او زیات وخت یې ورسره په خوا کې تېر کړ.
د نوموړي مړی پرون په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x