شعـــــرونه

ليونى زړه/ تسل منيب

تسل منيب

زړه مې بل څه نه غواړي بس تاغواړي
ستا د ګلابي شونډو خندا غـواړي

زه چې ورته څومره قناعـت ورکړم
ستا په ناز کاته او ستا اداءغـواړي

ستا په يو ديدن باندې روغيـږي دا
نـوره نه درمل اونـه دوا غـواړي

داسې زيلي يې کړی لکه شوخ ماشوم
څومره چې يې صبر کړم اشـنا غواړي

ته به چې زمونـږه کره راغللې
مابه ويل بيا ليونۍ ما غــواړي

هغه غلطۍ کې چــې دې را کړله
هغسې خولګۍ يو وارې بيا غواړي

نور خو د منيب هيڅ وسه نه رسـي
خدای نه دې پنځه وخت په دعا غواړي

تسل منيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x