
ستر محدث سفيان ثوري رحمة الله عليه
احمدجنیدمبارز
لنډه پېژندنه : ـ
سفيان ثوري رحمة الله عليه د کوفې ستر محدث ، فقيه ، عالم ، زاهد او له وتلو علمي شخصيتونو شمېرل کيږي .
مورخين يې د نسب لړۍ داسي بیانوي : ـ
سفيان بن سعيد بن مسروق .
کنيه يې ابو عبدالله او ثوري يا کوفي ته يې نسب کيږي .
زوکړه : ـ
سفيان ثوري رحمة الله عليه په اووه نيوي ( ۹۷ ) کي پیدا سوي دي .
زده کړه : ـ
امام سفيان ثوري رحمة الله عليه د کوفې په څېر د یو داسي ښار اوسېدونکي وو چي هر لور ته د سترو علمي شخصيتونو ډک وو ، ده لومړی دخپلي سیمي له علماوو زده کړه پيل کړې او وروسته يې د علم په زده کړه پسي د اسلامي نړۍ ونورو ښارونو ته هم سفرونه وکړل . حجاز او نوري سيمي يې وليدې او دهغه ځای پر پوهانو يې خپله ديني او علمي تنده خړوبه کړه .
استادان : ـ
امام سفيان ثوري رحمة الله عليه خپل علمي تحصيلات پر دې پوهانو سرته ورسول :
ابو اسحاق سبیعي ، عبدالملک بن عمير ، عمرو بن مره او نور ….
شاګردان : ـ
امام سفيان ثوري رحمة الله علیه هدف ته تر رسېدلو وروسته د خپلي ديني وظيفې د ادا کولو په موخه دا ستر علماء او شاګردان وروزل چي محمد بن عجلان ، اعمش ، معمر ، اوزاعي ، مالک ، ابن عيينه ، شعبه ، فضيل بن عیاض ، عبدالله بن المبارک ، وکيع، ابونعیم، یحی بن سعید القطان او نور ائمه د یادولو وړ دي .
وفات: –
امام سفیان ثوري رحمة الله علیه د یوسل یوشپېته ( ۱۶۱) هجري پر مهال په بصره کي وفات سو.
روح یې ښاد یاد یې ژوندی