ادبي لیکني

له ازاره چا بازار موندلی نده

مبارز افغان کټوازی

سپین ژیري پلار یی خدای ج ته په سجده شو له ډیرې ناامیدې یی غژ اوچت شو
ویل یی خدایه زما زوی په غټ ماین.ورسیخ کړه. چه د ورځې او شپې له ځوروونو.یی نور خلاص شم
هر وخت مې ځوروي

مور یی ورته وویل مه سړیه د هدایت دعا ورته وغواړه

دسپین ژیرې بابا سترګې اوښکلنې او په سپیره خوله ورته وویل

چه زما دا څلورم کال چه د دې منافق زوی له لاسه ځوریژم

زوی یی د باندې د پلار خبرې اوریدلې وې

سمدستې یی دروازه کلکه ووهله په زوره یی خلاصه کړه پلار ته یی کنځلې بد رد وویل پلار یی نور هم وځوراوو بد دعا یی ورته وکړې بې ضمیره زوی

په پلار یی حمله کړه سپین ژیری پلار یی له دیواله سره وواهه بې هوشه له ځانه ناخبره په وینو ککړ پر ځمکه ولوید!

مور یی له ډیرې مهربانی د زوی په پښو کې ورغړیده وایی غرق شوې زویه دا د څه وکړل
بې وجدانه زوی یی مور هم ووهله مور یی سرتور سر په خاورو خړه په سرای کې د خپل زوی له لاسه بې ټیکرې ناسته وه

ماشوم ورور یی چه د باندی یی لوبې کولې د مور چیغې یی واریدې په یوه ان یی ځان کورته راورساوو کله چه یی پلار په وینو لړلی بې هوشه لویدلی او مور یی سرتور سر د سرای په مینځ کې په ژړا ولیده نو یی خپل بې ضمیره ورور په کاڼې وویشت

ورور یی ماشوم زوی دخپلې مور په مخ کې له ځمکی وویشت

مور چه یی خپل ماشوم زوی ولید
خپل نااهله زړی ته یی بد دعا وکړه

چه ورځه په داسې بم برابر شې چه ټوټې د هم ونه وینم

زوی یی له کوره ووت

په شین رینجر کې کیناست پوستې ته لاړ

له پوستې امر ورته وشو چه فلانکې کلې ته په ګزمه ځوو

روان شول پنځه میله لا نه وو تللې چه په یوه کنده کې په خښ شوې ماین وربرابر شول

له خپلو اوو ملګرو سره یی غوښې ګډې شوې

یقینې چه مور او پلار یی بیا ټوټې هم ونه لیدې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx