ادبي لیکني
رشوت خوره! ته راپه یادشوې
چاوویل : ټنډیږي مګرمړيږي نه ،ماته سمدلاسه ته راپه یادشوې .
بل وویل: ګېډه خویې مړه ده مګرسترګې یې وږې دي ،بیا ته راپه یادشوې .
یوه وویل : قصاب نه دی مګر ډېرخلک یې بې تیغه حلال کړي دي ،دلته هم ته راپه یادشوې .
هغه بل وویل : منګولې اوپنجې یې دلیوانونه دي اوخونخواردی داځل هم ته راپه یادشوې .
بی ګناه خلک مې په زندان کې ولیدل ،ته راپه یادشوې .
هغه ورځ چاپوښتنه وکړه چې په غلو زهیر ،دمجرمینو طرفدار ، دمظلومانو دښمن ، دناحقی ملګری ، دقاتلانو حامی څوک دی ؟
ماته ته راپه یادشوې .
دټولنې له ناوړه عنعناتو اودودونوځورېدلی لوی مفکر ،افغان فیلسوف اودخواږه قلم له خاوند
ارواښاد استاد ګل پاچا الفت څخه مننه روح یې دې ښادوي .
م .ساجد