افغانستان

د طالبانو نفوذي عسکرو د یوه قومندان په شمول ۷ اربکیان وژلي

نن ټکی آسیا: له هلمند ولایت څخه تر لاسه شوي خبر کې راغلي، چې تېره شپه د دغه ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د یتیمچي کاریز په سېمه کې د اربکیانو په پوسته کې مېشتو دوو عسکرو په خپلو ملګرو ډزې کړې او د قومندان منصور په ګډون یې ۷ تنه اربکیان ځای پر ځای وژلي دي.

د هلمند د پولیسو ویاند فواد عسکري د پېښي د پخلي ترڅنګ وویل،چې په پېښه کې د دوی څلور پولیس وژل شوي او یو تن بل ژوبل شوی،نوموړي زیاتوي چې برید کوونکو د پولیسو وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي او ادعا یې وکړه،چې په جګړو کې دوو طالبانو ته هم مرګ-ژوبله اوښتې.
خو طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه (شهامت) کې لیکلي،چې په برید اوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دوی ادعا کړې،چې خپل نفوذي همکاران یې له ولجه کړیو وسلو سره یو ځای سنګرونو ته ژوندي ستانه شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x