شعـــــرونه

غزل/ عصمت الله بشام

عصمت الله بشامد حیا نقاب دې لرې له جمال کړه
راشکاره دې آرایش کې نن وصال کړه

له مودو دې انتظار کوو سهاره
د تیارو کلي کې بل د نور مشال کړه

له نشاط مو د حسرت لمن کړه ډکه
آزادۍ ته ور پر سر د حیا شال کړه

وپاشه مو په درشل د بشاش وړانګې
د آهو اوښکې راپاکې په دسمال کړه

د ښایست شغلې دې وشینده فضا کې
په ښکلا دې خفه زړونه را خوشحال کړه

قافلې مو د دردو نن میلمنې دې
را نازل پرې د هوس بیا اشتعال کړه

تورو شپو د کلیسا نغمې شروع کړی
پری را پورته آذانونه د بلال کړه

د آرزو د وړانګو بلې مو ډیوې دې
پلوشې دې راخپرې بیا د هلال کړه

معطرې دې وږمې نن را خپرې کړه
ښایسته پرې د بشام د غزل خیال کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x