افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تاریاکو کښت ۴۳ سلنه زیات شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، لړم ۳مه ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو د وروستي راپور سره سم سږ کال په افغانستان د تاریاکو کښت د تیرو کلونو په پرتله ۴۳ سلنه زیات شوی.

په یوه تازه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې خپور کړی ، په کښي ویل شوي چې د تېر کال ۲۰۱۵ په پرتله سږ کال په افغانستان کې د تاریاکو کښت ۴۳ سلنه زیات شوی.

د راپور سره سم سږ کال په افغانستان کې د تاریاکو ۴۸۰۰ میټرک ټنه کښت شوی .

د ملګرو ملتونو د راپور سره سم په کال ۲۰۱۵ کې ۱۸۳۰۰۰ هیکتاره ځمکه باندي تاریاک کرل شوي وه، خو سږ کال په لس سلني سره زیات ۲۰۱۰۰۰ ځمکه باندي تاریاک وکرل شول.

دملګرو ملتونو د مخدره توکو پر ضد مبارزې ادارې مسؤول «یوري فیډاټو» په خپل راپور کې ویلي چې د مخدره توکو پر ضد مبارزه د پرمختګ پر ځای شاتګ کړی چې پایلي به یې پر عمومي وضعیت ښه نه وي.

هغه ولایتونه چې زیات تاریاک په کښي کرل کیږي، په لاندي ډول دی:

۱- هلمند (څلویښت سلنه، ۸۰۲۷۳ هکتاره ځمکه)

۲- بادغیس (۳۵،۲۳۴ هکتاره ځمکه)

۳- کندهار (۲۰،۴۷۵ هکتاره ځمکه)

۴- روزګان (۱۵،۵۰۳ هکتاره ځمکه)

۵- ننګرهار (۱۴،۳۴۴)

۶- فراه (۹،۱۰۱)

۷- بدخشان (۶،۲۹۸)

۸- نیمروز (۵،۳۰۳)

د ملګرو ملتونو د راپور مختصره بڼه د لاندي ادرس څخه کښته کولای سئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x