افغانستان

بریتانوي پوځي د ټپي طالب د قتل په جرم په لس کاله بند محکوم شو

نن ټکی آسیا: د بریتانیې د سلطنتي ګارد یو سرتېری چې د یوه ټپي طالب په وژلو تورن دی،محکمې په لس کاله بند محکوم کړ.
د بریتانیا یوې پوځي محکمې بریدمن الکسانډر بلاکمان ته په ۲۰۱۱م کال کې د افغانستان هلمند ولایت کې د یوه ټپي شوي طالب د قتل په جرم د لس کاله بند سزا واوروله.

محکمې نوموړي ته د جزا اورولو پر مهال وویل ،چې دغسې وحشیانه کړنو د دوی د پوځيانو نوم بد کړی. له همدې امله ،چې خپل پوځ ته دې بد نوم ګټلی او دوهم دې د جنیوا کنوانسیون له پریکړې،چې د جنګي اسیرانو وژل جرم بولي،څخه سرغړونه کړي؛نو باید جزايي شې.
ځيني رسنۍ دا هم وايي،چې نوموړي په عمر بند محکوم شوی.د دغه قاتل عسکر دوو نورو ملګرو پوځیانو له دې مخکې برائت اخیستی و.
ویل کېږي،چې د ۳۹ کلن بلاکمان له خوا د طالب د قتلولو پر مهال د هغه یوه بل ملګري د پټې کمرې په واسطه فلم ترې اخیستی و.

د یادونې وړ ده چې دا لومړنی بریتانوي پوځي دی ،چې په افغانستان کې د جنګي جرم په تر سره کولو محاکمه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x