
مجاهد: په ماین چاودنه کې ۴ امریکايي عسکر ووژل شول
نن ټکی اسیا (دوشنبه ، لړم ۳مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه عاجل خبر کې ویلي چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د امریکايانو پر ټانګ چاودنه وشول چې له امله یې ۴ تنه امریکایان ووژل شول.
نوموړی ددې پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړی خو ویلي چې دغه چاودنه په دقیقه د صبری ولسوالۍ د یعقوبیو خاخي صحرا په نامه سیمه کې را منځته شوه.
تر اوسه سیمه ایزو چارواکو او امریکایانو ددې چاودني په اړه راپور نه دی ورکړی.
د یادوني وړ ده چې تېره اونۍ (چهار شنبه ، تلې ۲۸مه) د ملي اردو یوه عسکر په کابل کې د امریکایانو پر ګزمه ډزي وکړې چې له امله یې ۲ امریکایان مړه او ۳ نور ټپيان شول.