
اوس هم طالبان د کندز ښار په څنډو کې شتون لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه ، لړم ۳مه ۱۳۹۵ل): د کندز ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ویلي چې د کندز ښار په شاوخوا کې دطالبانو شتون او فعالیت اوس هم ددوی لپاره د اندېښنې وړ دی.
نوموړي وویل: ” د کندوز اوسنى وضعيت، د کندوز خلکو استازو لپاره د قناعت وړ نه دى؛ ستونزې زياتې دي، خلک له موجوده وضعيت څخه په وېره کې دي، د کندوز امنيت خراب دى، د شپې پرمهال جګړه کېږي او وضعيت په بشپړ ډول ناسم دى.”
نوموړي وویل که چیري مرکزي حکومت د کندز وضعیت ته پاملرنه ونه کړي، امکان لري چې شرایط لا هم په سي ترینګلي شي.
هغه وویل: د کندز ښار امنیتي کمربند نه لري، د کندز ښار ته څېرمه طالبان فیزیکي شتون لري او ښکاره تګ راتګ کوي.
د یادوني وړ ده چې طالبان د تیري میاشتي (تلي ۱۲مه) وتوانېدل چې د کندز ښار مرکزي سیمي یو ځل بیا تر خپل ولکې لاندي راولي او د یوې اونۍ لپاره په ښار کې دننه د امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړي.
د کندز والي اسدالله عمرخېل رسنیو سره په مرکه کې ویلي وه چې په کندز کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په قومانده کې ستونزي شته چې وروسته دغه خبره د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم هم تکرار کړې وه او ویلي وه چې ډېر ژر به کندز ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو پر ضد پراخ عملیات وکړي.
طالبان تېر کال هم توانیدلي وه چې د کندز ښار په بشپړه توګه د څو ورځو لپاره ونیسي.