افغانستان

دوستم ولسمشر په تعصب او اجرائیه رئیس په نا اهلۍ تورن کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، لړم ۳مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر لومړي مرستیال نن د دوشنبې په ورځ پر ولسمشر اشرف غني تور ولګوی چې د خپل قوم په خاطر تعصب کوي او یوازي د هغوی فکر ورسره وي، خو د نورو ولایتونو او قومونو وګړي ورته هیڅ اهمیت نه لري.

نوموړي په جوزجان کې د عملیاتو وروسته په یوه غونډه کې خپل پلویانو ته وویل چې ډاکټر عبدالله هم نا اهله سړی او د هیڅ کار نه دی.

نوموړي وویل: ډاکټر عبدالله په قوم تاجک دی، خو یو نااهله کس دی، خپل په قوم او خلکو کې ښه نوم نه لري».
نوموړي زیاته کړه « څوک چې د ولسمشر اشرف غني سره په پښتو خبري وکړي، نو هغه ته د ښه سړي په سترګه ګوري، او که څوک هم د لوګر ولایت وي او هم پښتو وايي، نو هغه ته بیا د لا ښه سړي په سترګه کتل کیږي. »

بل خوا د ښه حکومتولي لپاره د ولمسشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود هم په پنجشیر ولایت کې د حکومت پر جګپوړو چارواکو د قومیت او تعصب تور پوري کړ او وې ویل چې تاجک او پښتانه دواړه هڅه کوي چې د قومیت پر اساس حکومتي چارواکي وټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

یو متل دی وایی [[[ کله په ښځو کی هم نارینه وی ]]] دوستم تر ټولو وحشی ، ناپوهه ، جاهل او ملحد انسان دی ، دا هم د الله ج معجزه ده چه له هغه یی هم جنرال او دوهم معاون جوړ کړو چه خبل نوم به هماغه خپله ازبکی نشی لیکلی لمونځ او دس باندی خو عقیده هم نه لری ، مګر دا چه هغه وحشی ، ناپوهه او ملحد ع او غ په تعصب او کم اهلۍ تورنوی ، یعنی هغوی تر دی وحشی هم ښکته کچه کی قرار لری . دا چه دوی ولی زمونږ په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x