افغانستان

بهرني جنرالان د افغان ځواکونو تلفاتو اندېښمن کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، لړم ۳مه ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال «جان نیکولسن» د افغان ځواکونو په لیکو کې درنو تلفاتو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړی تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل: «مونږ د تلفاتو د کچې په اړه سخت اندېښمن یو». دغه امریکايي جنرال زیاته کړه چې تېر کال افغان ځواکونو درانه تلفات وګالل، خو په خبره یې سږ کال د تلفاتو کچه یو څه نوره لوړه شوې.

جنرال جان نیکولسن وايي:

«د تلفاتو یو بنسټیز لامل د چارواکو ناسم مدیریت ته راجع کیږي، دغه ستونزه په لومړي قدم کې په پولیسو او بیا په ملي اردو کې زیاته ده».

نوموړي زیاته کړه چې د پولیسو ځیني قطعات د مدیریت په نشتون سربېره د تجهیزاتو، خوراکي توکو او اوبو له کمبود سره مخ دي.

«ستونزه دا نه ده چې د جګړې په ډګر کې بې تجربه عسکر جنګیږي، اصلي ستونزه دا ده چې په افغان ځواکونو کې سالمه رهبري نه شته او په خپل وخت سره اکمالات نه ورکول کیږي. اکثره هغه پولیس چې په پوستو کې وژل کیږي کافي خورک، څښاک او مهمات نه لري او مشرانو د جګړې په وخت کې یوازې پريښي وي».

جنرال نیکولسن دا ډول کړنې د دولتي چارواکو ناکامي وبلله او زیاته کړه چې د یادو لاملونو له وجې په افغان امنیتي ځواکونو کې د تلفاتو کچه لوړه شوې.

له بلې خوا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند «تورن جنرال چارلس کلیفلنډ» هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د افغان ځواکونو تلفات یې «ستونزه» ګڼلې ده. نوموړی وايي چې ډیری تلفات په پوستو باندې د بریدونو په نتیجه کې پيښيږي.

جنرال کلیفنډ د خیالي سرتیرو ستونزې ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی د ملي اردو ۱۹۰۰۰۰ سرتیرو لپاره بودیجه ورکوي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۷۰۰۰۰ سرتیري عملا په دندو بوخت دي.

د رسمي احصائیو له مخې په تېر ۲۰۱۵ کال کې ۵۰۰۰ افغان سرتیري وژل شوي او تر ۱۴۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي. خو د ناټو تازه احصائيه ښيي چې سږ کال د افغان ځواکونو په مرګ ژوبله کې د تېر کال په پرتله ۲۰٪ زیاتوالی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

ورپه شی خبر به شی لکه څرنګه چه ستاسی انګریزان د نړی حریص، استمثارګر او شیطان قوم دی ، لڼد مهاله او اوږد مهاله استثماری او استعماری پلانونه لری ، عربان او افغانان د نړی تر ټولو غیرتی او میړنی قومونه دی ، الله ج د خپل دین او نظام د ساتنی د پاره همداسی خلق کړی ، که دغه عربان نه ی اسلام به شرق او غرب ته په اسانی نه وی خپور شوی ، عربان ډیر جاهل قوم وو ، څومره چه د اسلام په نه منلو کی یی له جهالته کار اخست ، کله چه به یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x