عاجل: په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ډله ایز برید شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه ، لړم ۳مه ۱۳۹۵ل): د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې پر سریاب روډ باندي د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز باندي د پنځه څخه تر شپږو وسلوالو برید کړی.
د کویټي ښار په روغتونونو کې بیړنۍ حالت اعلان شوی او تر اوسه ۱۷ تنه ټپيان روغتون ته رسول شوي دي.
د پولیسو سرچیني وايي چې په دغه روزنیز مرکز کې په عام وخت کې تر ۷۰۰ زیات کسان اوسیږي خو تر اوسه دقیق معلومات نسته چې څومره کسان به د وسلوالو له لوري یرغمل نیول شوي وي.
تر اوسه د مړو شمېر نه دی معلوم او پيښه جریان لري.
سیمي ته د پوځ او امنیتي ځواکونو مختلف ځواکونه رسیدلي تر څو عملیات پيل کړي.
تر اوسه ددې برید مسؤولیت کومي ډلي نه دی اخیستی.