نړۍ

کوټه: د پولیسو پر روزنیز مرکز کې برید کې ۱۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سې شنبه ، لړم ۴مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه ناوخته د کویټه ښار پر سریاب روډ باندي درې تنه وسلوالو د پولیسو پر روزنیز مرکز برید وکړ چې له امله یې تر اوسه د ۵۱ تنه وژل کېدو او ۹۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

برید د شپې پر یولس بجې پیل شو، هغه وخت امنیتي چارواکو ګمان کوی چې بریدګر به پنځه یا شپږ کسان وي، خو د ایف سي آی جي میجر جنرل شېرافګن رسنیو ته د جګړې وروسته په یوه غونډه کې د بریدګرو شمېر ۳ تنه وښود او وې ویل چې تر ۲۰ زیات کسان مړه او تر ۶۵ زیات نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل چې بریدګرو چاودېدونکي توکي په تن کړې وه چې د هغو څخه ۲ تنو ځانونو ته چاودنه ورکړه او یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري تر چاودني مخکې ووژل شو.

شېرافګن د بریدګرو په اړه ویلي چې د لشکر جنګوي العالمیه ډلي سره تعلق لري چې د افغانستان څخه یې پر تلیفون باندي امرونه اخیستل.

بلخوا د بلوچستان ولایتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ تنه دی، چې اکثره یې تر روزني لاندي پولیس وه او ۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x