fbpx

دوستم به ولې نه لیونی کیږي!؟

زخمي افغان

تیره ورځ ناوخته  د اشرف غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې هغه څه وویل چې د نوموړي په  یو مخیز ګنګسیت او لیونتوب دلالت کوي.

دوستم چې د طالبانوپه لاس د غورماچ له سقوط وروسته یې فاریاب ته لښکرکښي کړې وه. د فاریاب له جنګي کرښو یې رسنیو ته تل همدا ژمنه تکراروله چې تر هغو به بیا کابل ته ستون نه شي ترڅو یې فاریاب او ورپسې کندز له طالبانو نه وي خلاص کړي.

خو د فاریاب طالبانو په غورماچ کې په دوستم داسې کمین وواهه چې له نوموړي یې د تیښتې لوری ورک کړ.دغه کمین داسې سخت او تندریز و چې د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح خو د دوستم د زخمي کیدو خبر هم په فیسبوک خپور کړ، چې وروسته همدغه خبر د ډاکټر عبدالله لخوا د وزیرانو په شورا کې تکرار او د خښمیدلي دوستم غوسه یې ډاکټر عبدالله ته د ښکنځلو تر حده لوړه کړه.

دوستم په غورماچ کې څو ورځې له طالبانو سره د لیڅو زور وازمایه خو ډیر ژر درک ورته ولګېد چې دغه جګړه به یې د جنرالۍ داستان ته د پای ټکی کیږدي. نو ځکه یې د شبرغان خوا ونیوله او هلته یې په مطبوعاتي کانفرانس کې خپل غمجن زړګی وڅانډه.

دوستم  د ګډوله رژیم په دواړو مشرانو  غني او عبدالله د قومپالنې تور ولګاوو. دوستم وویل اشرف غني یوازې پښتو ویونکي او د لوګر خلک پالي او ډاکټر عبدالله د تاجک قوم سره تړلي خلک راغونډ کړي دي. دوستم وویل د ملي امنیت مشر ستانکزی له طالبانو سره لار لري او د برهان الدین رباني په قتل کې هم شریک و. دوستم د ملي امنیت په شورا چې خپل دی یې هم غړیتوب لري تور پورې کړ چې په غورماچ کې یې دده د قتل لپاره کمین طرح کړی و خو دی ترې روغ ووت. دوستم نورې هم هغه خبرې وکړې چې دنوموړي د دماغي سیستم د بشپړ تزلزل څرک تر لګیدلی شي. خو اساسي پوښتنه داده چې دوستم آخر ولې تردې ګنګس او لیونی شوی دی؟؟ آیا نوموړی واقعا د غني، عبدالله ، اتمر او ستانکزي نادودو  پړسولی او که د لیونتوب علت یې کوم بل څه دی؟

څه موده وړاندې مې  د طالبانو له  یوه مسؤل څخه چې د جوزجان، فاریاب، سرپل  او بادغیس په ولایاتو کې جهادي دند ترسره کوي د هغه ځای د جهادي وضعیت په اړه وپوښتل. نوموړي وویل چې دا سیمه د افغانستان په سطحه یوه د مجاهدینو د قوت او سلطې سیمه ده چې له ځینو مرکزي نقطو پرته یې ټول اطراف او ولسي سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

ددې سیمې اولسونه چې زیاتره یې ازبک ، ترکمن  او نور قومونه دی له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د جهاد په لاره کې د سر او مال قربانۍ ته حاضر دي. په سیمه کې موجود مجاهدین هم د همدې سیمې او میشتو قومونو له غیږې راپورته شوي او د جهاد بیرغ یې هسک کړی دی.

دوستم چې پخوا یې په دې سیمو کې تر یوه حده نفوذ درلود او د خپلو اجرتي جګړو لپاره یې د سیمې له بې وسه پرګنو څخه سربازګیري کوله اوس یې په کامله توګه په اولس کې د نفوذ او رسوخ ريښې غوڅې شوي دي.

دوستم چې اوس دې سیمې ته راشي نو ټول مجاهد اولس یې په وړاندې قیام وکړي. دی که هرڅومره زور ووهي خو هیڅ هم نه شي کولای نو بیا خپل جاهلي تعصب ته مخه کړي او د سیمې مجاهدینو ته چې عمدتا ازبک دي  دوستم ورته وایي چې تاسو خو زما قومیان یاست،ژبه او نژاد مو سره شریک دی تاسو ولې د طالبانو ملګرتیا کوئ چې اکثره یي پښتانه دي؟؟

خو د سیمې ازبک مجاهدین دوستم ته په مخابرو کې ځواب ورکوي: چې لله الحمد موږ مسلمانان یو په اسلام کې قومي تعصب او نژاد پالنه مردوده ده، هر څوک چې د هر قوم سره تړاو لري خو چې  اسلام او جهاد ته تعهد لري زموږ ورور دی. او که ستا غوندې د کفارو ملګری وي او د طاغوت د دفاع لپاره جنګیږي که څه هم په قوم او ژبه راشریک وي زموږ دښمن  دی او تر وروستۍ شیبې به ورسره مقابله کوو.

دوستم چې کله د ازبک شریف قوم له غیورو او خدایپالو مجاهدینو څخه دغه سپیڅلی موقف اوري نو ایله یې سر خلاصیږي چې نور یې د کرایي جګړو لپاره د سربازګیرۍ فرصت بایللی او په اولس کې د پښې ایښودو ځای نلري.

د همدې جریان بیا بیا تکراریدو دوستم د لیونتوب ترحده ګنګس کړی نو ځکه چې هر ځل په فاریاب کې له عملیاتو ستنیږي یو ځل همداسې جنجالي اظهارات کوي خو وروسته یې چې دماغ نورمال شي په خپلو خبرو پښیمانه وي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان وروستي  پنځلس کلن انقلاب د افغان مؤمن اولس د ایماني فراست په ترازو کې د ټولو سیاسي رهبرانو وزنونه معلوم کړي چې له دې جملې د جنرال دوستم غوندې ډیری یې د پرګنو په منځ کې د سپکو بڼکو په شان ثابت شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

هو ان شاء الله نور هغه وخت نږدي دی چې خلکه به ددغه ګوډاګیانو په اړه چې څوک یې هم یادونه وکړي وایې به : ګیدړه غیم نکل یې غیم