fbpx

د ځمکې مجهولین د آسمان معروفین

عبدالرؤف حکمت

د عیدالاضحی ورځ تېره شوه.ماښام مهال چې خلکو د خوښیو په اوج کې د قربانۍ د اختر لومړۍ ورځ پای ته رسوله.د هیواد په یوه لرې پرته سیمه کې د امریکایي طاغوت بي پیلوټه الوتکې د مجاهدینو په یوه موټر د توغندي برید وکړ.

امریکایي کنترولیدونکی توغندوی په موټر ولګېد او د قربانۍ دورځې په ناوخته څلور تنه زلمیان د اختر له جامو،ځلنده څڼو،تورو سترګو او اختریزو نښو سره د بارودو په لمبو کې لولپه او د شهادت په خوب ویده شول.

په هغه ورځ چې خلکو د الله تعالی حضور ته د قربانۍ وجیبه پرځای کوله،چا د پسه، چا د غوایي او چا د کوم بل حیوان په غاړه چاړه ایښې وه او د الله تعالی د رضا په خاطر یې وینه تویوله. دغو زلمیانودغه ورځ د اسمعیل علیه السلام په شان د خپلو ځانونو په قربانۍ ولمانځله، هغوی د ژوند په نوم قیمتي سرمایه د الله تعالی په لاره کې له لاسه ورکړه او په داسې ډول یې له دنیا رخصت واخیست چې بدنونه یې د بارودو په لمبو سوزیدلي او د پیژندلو وړ نه وو.

هغوی خپل شیرین د ځوانۍ عمرونه او نازولي بدنونه د بارودو په لمبو لولپه کړل،خو نه یې په کومې راډیو یا ټیلویزیون په اړه کوم راپور خپور کړ، نه یې نومونه نړۍ ته ښکاره او اعلام شول او نه یې کومه بله داسې نښه پاته شوه چې راتلونکي نسلونه یې وپیژني.

هوکې،زموږ تاریخ د همداسې ګمنامو اتلانو په وینو لیکل شوی دی. زموږ د فتحو بیرغونه همیشه د همداسې ګمنامو غازیانو، شهیدانو او قهرمانانو په اوږو د جبل الطارق، همالیا،البرز او قفقاز په غرونو رپیدلي دي. زموږ په تاریخ کې پیژندل شوي نومونه یوازې د څو تنو هغو قومندانانو دي چې د جګړو مشري یې کړې او په مهمو موقفونو کې پاتې شوي دي. اما هغوی چې دغه ویاړمن بهیر ته یې د زړه وینې ورکړې،د خپل وینو په څپو یې د باطل زور او قوت لاهو کړی او د تاریخ تر ټولو عجیبې او غریبې حماسې یې پنځولي دي. هغوی زیاتره ناپیژندویه غازیان دي. راځئ دلته د مجلې دا ګڼه د همداسې ناپیژندویه قهرمانانو په یاد ښایسته کړو. هغوی چې موږ یې نه پیژنو، زموږ هیر دي. مګر الله تعالی یې ډیر ښه پیژني او د دوی دسوچه او خالص عمل پاداش یې ټول د قیامت ورځې ته ورته ساتلی دی.

د ځمکې مجهولین د آسمان مشهورین

د ځمکې له مجهولینو څخه مراد د الله تعالی هغه مخلص او بې ریاء بندګان دي چې تل کوښښ کوي خپل نیک عمل د انسانانو له نظر او ځانونه له شهرت څخه پټ وساتي.ددوی معامله یوازې له الله تعالی سره وي.دوی د اخلاص رښتیني معنی پیژندلې او عملي کړي وي.ځکه اخلاص د بندګانو له ملاحظې نه د عمل تصفیې ته وایي.

د الله تعالی ددې مخفي او مجهولو عبادت ګذارانو که څه هم په دنیا کې تعریف او یادونه نه کیږي اما د الله تعالی په نزد د هر چا په نسبت معروف او محبوب وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (إن الله يحب العبد التقي الغني الخفي) رواه مسلم. ژباړه : بې شکه الله تعالی تقوادار،غني او خفي سړی یعني چې تقوا یې پټه ساتلې وي خوښوي.

همدا شان حضرت معاذ رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (إن خير عباد الله الذين إذا غابوا لم يفتقدوا وإذا حضروا لم يفطن لهم يخرجون من كل غبراء مظلمة) رواه ابن ماجه. ژباړه د الله تعالی په بندګانو کې غوره هغه کسان دي چې کله غائب شي نو څوک یي تلاش نه کوي او چې حاضر وي څوک یې درک نه کوي او له هرې تیارې او ظلمت څه وزي.

د امت لویانو او متقدمینو همیشه پردې اصرار درلود چې مؤمن باید د شهرت شوق ونه کړي بلکې په پټه دې ددین خدمت سرته ورسوي: حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه به خپلو ملګرو ته د نصیحت په مهال ویل: كونوا ينابيع العلم مصابيح الهدى أحلاس البيوت سرج الليل جدد القلوب خلقان الثياب . تعرفون في أهل السماء، وتخفون في أهل الأرض”. ژباړه : شئ او له ځانه جوړ کړئ د علم چینې، د هدایت څراغونه ، د خپل کورسره ملازمین( لکه هغه فرش چې همیشه په کورکې غوړیدلی وي) او شئ لکه د شپې مشالونه چې زړونه مو نوي( ژوندي وي ) او جامې مو زړې وي د اسمان د اهل تر منځ پیژندل شوي او د ځمکې د خلکو تر منځ پټ او ناپیژوندیه یاست.

د امت متقدمینو نهایي کوښښ کاوو چې ګمنام پاته شي او په مخفي حالت کې ددین خدمت وکړي: حضرت حسین ابن علی رضی الله عنهما به د شپې په تیاره کې له کوره ووت او مسکینانو ته به یې صدقه ورکوله ترڅو ونه پیژندل شي. د لوی مصنف الماوردي په باره کې کتابونو لیکلي چې نوموړي په خپل ژوند هیڅ کتاب په خپل نوم نه و خپور کړی او غوښتل یې نوم یې پټ پاته شي خو له مرګ وروسته یي دا راز کشف شو چې نوموړی د ګڼو مشهورو کتابونو لیکوال دی. دغه راز د اسلام او دیني علومو په یونیم زرکلنه کتابخانه کې ډیر داسې تصانیف شته چې مصنفین یې نه دي پیژندل شوي. ځکه د هغه مهال په مؤمنانو کې للهیت او اخلاص خورا زیات و، پټ او په ګمنام حالت کې ددین خدمت به خوند ورکاوو او غوښتل به یې چې ټول عمل یې د الله تعالی د رضاء لپاره او په قیامت کې یې د بدلې برخه لویه شي.

خو دغسې خلک چې د اخلاص په تر ټولو لوړه مرتبه کې قرار لري. بندګان او د هغوی ترمنځ شهرت او تعارف یې نظرانداز کړی وي. دوی که څه هم په دنیا کې او د ځمکې په سر ګمنام او مجهولین بلل کیږي اما د الله تعالی په نزد مجهولین نه دي بلکې الله تعالی یې تر ټولو ښه پیژني او په هر عمل یې پوره علم لري ( فمن یعمل مثقال ذرة خیرا یره) له همدې ځایه تاریخ لیکي چې د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه په وخت کې یوه مسلمان په غزا کې لویه قهرماني وکړه، په کفارو یې جسورانه حملې وکړې او په پای کې دشهادت په مرتبه فائز شو. له غزا وروسته حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه د دغه ګمنام غازي د نوم او ځای پوښتنه وکړه. خودغه ګمنام غازي هیچا نه پیژاند. وروسته حضرت عمر رضی الله عنه وویل : ما يضره ألا يعرفه عمر ويعرفه رب عمر. پروا یې نشته که عمر دغه غازي نه پیژني حال دا چې د عمر رب جل جلا له یې پيژني.

صاحب النقب

د اسلام علمي، جهادي، ثقافتي او روحاني تاریخ د ګمنامو اتلانو په یادونو ډک دی. هغوی چې ددین لپاره یې ستر ستر خدمتونه کړي. د جهاد د اغزنې لارې سخت مراحل یې طی کړي دي مګر تر شا یې کوم پل او نښه نه ده پرې ایښي تر څو یي عمل یوازې الله تعالی معلوم وي.

د مشت نمونه خروار په حیث به د ګمنامو اتلانو له جملې د هغه نومورکي او ناپیژندویه اتل یادونه وکړو چې په تاریخ کې په صاحب النقب سره پیژندل شوی دی.

د روم د امپراطورۍ په وړاندې د اسلامي فتوحاتو په لړ کې یو وخت د اسلامي لښکر مشر محمد بن مسلمه د رومي کفارو له یوې سختې او ناقابل تسخیر کلا سره مخامخ شو. مسلمانانو دغه قلعه محاصره کړه، خو قلعه ډیره محکمه وه،محکم برجونه او نه ماتیدونکي دروازه یې درلوده. که به  مسلمانان نږدې ورغلل کفارو به ورباندې د غشو باران پیل کړ نو ځکه دغې کلا د مسلمانانو د پرمختګ مخه ونیوله.

کله چې ددغې سترې کلا فتحه وځنډېده او د مسلمانانو بریدونو ورباندې هیڅ نتیجه نه درلوده. یوه شپه د اسلامي لښکر له یوه ناپیژندویه مجاهد سره فکر پیدا شو، چې که دغې کلا ته د ځمکې لاندې تونل ووهل شي او بیا چې کله مسلمانان په کلا یرغل کوي د همدې تونل د لارې یو کس د کلا داخل ته د دروازې له خوا سره ځای ته ځان وباسي او د کلا لویه دروازه دمسلمانانو په مخ خلاصه کړي کیدای شي دغه کلا فتحه شي.

همدغه کس به په یوازې ځان هره شپه تلو او د دروازې له خوا سره په تونل به یې په پټه کار کاوو تر دې چې دڅو شپو په ترڅ کې یې د کلا داخل ته تونل ورساوو. بله ورځ چې مجاهدینو په کلا یرغل وکړ نو لوی شمیر مجاهدین د دروازې له خوا سره راټول و چې که په دیوالونو واوړي او دروازه خلاصه کړي.خو د کفارو غشو ددوی مخه ډب کړې وه. دغه وخت همدا ناپیژندویه مجاهد په تونل ننوت د کلا داخل ته یې ځان ورساوو او په پوره جرأت یې د کلا لویه دروازه د شا لخوا خلاصه کړه. په دې سره مجاهدینو په خلاصې دروازې هجوم ورووړ د کلا منځ ته ننوتل او څو شیبې وروسته د نه ماتیدونکې کلا له برجونو د تکبیر غږونه پورته شول او د اسلام د فتحې بیرغ ورباندې رپاند شو.

مسلمان سرلښکر محمد بن مسلمه چې کله په دې ډول د کلا په فتحه وتوانېد نو له جګړې وروسته یې غوښتنه وکړه چې تونل وهونکي مجاهد دې ورته راوستل شي. نوموړي خپل ټول لښکر راغونډ کړ او اعلان یي وکړ هر چا چې تونل وهلی او د کلا دروازه یې خلاصه کړې ځان دې راوپیژنې چې زه ورته انعام ورکړم. مګر په ټول لښکر کې هیڅوک هم رامخکې نه شو.

محمد بن مسلمه سبا بیا همداسې اعلان وکړ مګر هیڅوک رامخکې نه شو او نه یې ځان وښود.تر دریو ورځو پورې محمد بن مسلمه همدا اعلان کاوو او کوښښ یې کاوو چې صاحب النقب یا د تونل والا مجاهد پیدا کړي. مګر د صاحب النقب درک ورک و او هیچا نه پیژاند. په دریمه ورځ محمد بن مسلمه قسم یاد کړ او ویي ویل: زما دې قسم په الله تعالی وي چې صاحب النقب چې هرڅوک وي ماته به راځي که په شپه راځي یا په ورځ هر وخت چې یي خوښه وي خو یوځل به له ماسره ویني.sahib-naqab

بله شپه چې محمد بن مسلمه په خپله خیمه کې یوازې ناست و په توره تیاره کې ورته یو تن راغی چې مول یې وهلی او خپله څیره یې پټه کړې وه. محمد بن مسلمه له راغلي تن څخه پوښتل : ته څوک یې آیا صاحب النقب یا هغه څوک چې تونل یي وهلی هغه تن خو به نه یې؟

راغلي تن ځواب ورکړ: صاحب النقب نه غواړي چې د لښکر امیر په خپل قسم کې حانث شي نو ځکه غواړي له تاسو سره وویني مګر د هغه څو شرطونه دي که تاسو یې ومنئ. محمد بن مسلمه وویل: شرطونه یې څه دي؟ راغلي تن وویل : دا چې له هغه نه به د نوم او نور تعارف پوښتنه نه کوئ. د هغه مخ به ورباندې نه لوڅوئ او هغه ته به هیڅ جائزه یا انعام نه وړاندې کوئ. محمد بن مسلمه دا شرطونه ومنل او بیا راغلي تن وویل : زه صاحب النقب یم. او له دې ویلو وروسته په چټکو ګامونو د امیر له خیمې ووت او د لښکر تر منځ د شپې په تیارو کې غیب شو.

محمد بن مسلمه چې ددې مجاهد بې ریا او مخلصانه عمل ورته ډیر خوند ورکړی و همیشه به یې په دعاء کې ویل : اللهم احشرني مع صاحب النقب. اې خدایه ما له صاحب النقب سره راپاڅاوه.

د پای خبره

مجهولیت او عدم تعارف د یوه مسلمان لپاره لوی نعمت دی. موږ که د امت د بزرګانو سوانح وګورو هغوی همیشه هڅه کړې چې خپلې نیکۍ پټې وساتي او د یوه عادي انسان په شان ژوند وکړي.

یوه ورځ عبدالله ابن مسعود صاحب له کوره راووت او تر شا ډیر کسان پسې روان ول. ده ورته وویل: علام تتبعونى‏؟‏ ارجعوا، فإنه ذلة للتابع وفتنة للمتبوع‏. ‏ولې راپسې روان یاست بیرته وګرځئ ځکه دغسې د یوچا بدرګه کول د بدرګه کوونکي لپاره ذلت او د بدرګه شوي لپاره فتنه ده.

امام رباني مجدد الف ثاني رحمه الله فرمایلي دي چې: شهرت آفت است. یعني شهرت آفت دی. نن سبا په دنیا کې نااهله او نا خبره انسانان ډیرې پیسې په دې مصرفوي او ډیر اعمال ددې لپاره کوي چې ځان مشهور کړي. خو دغه عمل که څه هم دنیاوي لذت به ولري خو په قیامت کې د انسان لپاره د هلاکت سبب او دوزخ ته د دخول سبب ګرځیدلی شي. ځکه شهرت غوښتونکي کسان که نیک کارونه هم کوي نو د هغوی بدله یعني مشهورتیا په دنیا کې ورکول کیږي نو ځکه به یې د آخرت برخه خواره وی.

اما که څوک په دنیا کې د الله تعالی د رضا لپاره جهاد، علم،سخاوت، دعوت او نور دیني کارونه کوي. د شهرت تمه او شوق یي نه وي مګر خودبخوده په خلکو کې مشهور شي او خلک یې صفتونه کوي.دغه کار کوم ناوړه او خطرناک کار نه بلکې د الله تعالی لخوا بنده ته د نیک عمل یو عاجل او دنیوي بدل دی چې دده د اخرت اجر ورباندې نه کمیږي لکه په حدیث شریف کې چې ورته اشاره شوې ده. عن أبي ذرّ رضي الله عنه: قيل يا رسول الله أرأيتَ الرجلَ يعمل العمل من الخير ويحْمَدُه الناس عليه؟ فقال : (تلك عاجل بشرى المؤمن) حضرت ابي ذر رضی الله عنه روایت کوي چې یو چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې ماته خبرراکړه که څوک یو نیک کار کوي او بیا یي خلک صفت کوي دا څنګه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: داد مؤمن لپاره عاجل بشارت دی چې په دنیا کې ورته رسیږي.

نو راځئ دعاء وکړو چې الله تعالی مو له ګمنامو عابدینو، مجاهدینو او ددین د خادمینو څخه حساب کړي او د ریاء او سمعت شوق مو دې الله تعالی په خپل قدرت سره له زړونو او فکرونو وباسي.

اللهم انا نعوذبک من أن  نشرک بک شیئا نعلمه و نستغفرک لما لا نعلمه. آمین یا رب العلمین.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود
میلمه
محمود

دغه شکلی او په حقایقو ولاړی لیکنی دی په سلګو سلګو وژړولم، او به اړه به یی یوڅه ورسره زیات کړم : هر هغه کار چه نیت بکی خلکو ته ځان ښودل یا شهرت زیاتول وی که هغه کړنه اسلامی هم وی ریاکاری ده یعنی د هغه نیت خلکو کی شهرت زیاتول او له دی شهرته مادی او یا معنوی ګټی تر لاسه کوی الله ج ورته همدغه د شهرت دنیاوی ګټی ورکوی مګر اخروی ګټه نه لری . د تهچدو لمونځ د همدی امله زیات اهمیت لری چه د ریاکاری چانس یی ډیر کم او یا هیڅ نشته مګر… نور لوستل »