د طالبانو په مقابل کې د دولتي ځواکونو په ناکامي د جنرال نیکلسن اعتراف

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسن وايي چې د افغان ځواکونو ناسمه رهبرې د طالبانو په مقابل کې د هغوی د ناکامي او په جګړه کې یې د ځاني تلفاتو اساسي لامل دی .

دوه کاله وړاندې چې کله په هیواد کې د امنیتي چارو مسؤلیت داخلي ځواکونو ته سپارل کیدو نو له اوباما رانیولې تر رابرت ګیټس پوري ټولو د افغان ځواکونو د محاربوي وړتیا لاپې وهلې.

خو اوس لیدل کیږي چې هماغه د امریکايي ماهرینو په لاس روزل شوي افغان پوځیان په ټول هیواد کې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې په کمزوري دفاعي وضعیت کې قرار لري او کال په کال یې د ځاني تلفاتو شمیره لوړیږي.

جنرال نیکلسن وايي چې د افغان ځواکونو د ټیټې کچې پوځیان تکړه او ښه جنګیالي دي خو د هغوی په مشرتابه کې د شته کمزوریو له وجې د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې ډیر تلفات ویني.

نوموړی وايي چې تیرکال ۵۰۰۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او ۱۵۰۰۰ تنه نور ژوبل شوي چې سږ کال به يي د تلفاتو شمیر د تیر کال په نسبت تر دې هم ډیر وي .

جنرال نیکلسن د هیواد د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې پړه د هغوي د کمزورېو او بي کفایته مشرانو په غاړه په داسې حال کې ور اچوي چې خپله امریکايي ځواکونو هم په مکرر ډول په هلمند، اروزګان او ځیني نورو ولایتونو کې افغان امنیتي سرتیري په هوايي بریدونو کې په نښه کړي او وژلي دي.

هیڅوک نشته چې له ده څخه وپوښتې چې ولي مو هغه افغان سرتیري ووژل چې ستاسي په لاس روزل شوي ، ستاسي په ډالرو تمویل شوي ، ستاسي په وسلو مجهز شوي او ستاسي له لوري د جوړ شوي حکومت په دفاع کې جګړې ته لیږل شوي دي؟

هلته خو په لومړیو کرښو کې یواځې هغه ستاسي په اند د ټیټې کچې تکړه جنګیالي سرتیرې میشت ول چې ستاسي د وژونکو بمباریو هدف شول.

جنرال نیکلسن باید د دې خبرې وضاحت ورکړي چې ولي د افغان امنیتي ځواکونو لپاره داسې کمزورې او بي کفایته مشران ټاکل کیږي چې په کال کې د دوی د کمزورۍ له وجې تر شل زره زیات افغان سرتیري مړه او ژوبل کیږي ، په لکونو ولسي خلګ د جګړې د ناسمې رهبرۍ له وجې له خپلو سیمو کډه کیږي او په ملیاردونو ډالره مالي تاوانونه ور رسیږي.

تاسو چې د افغان ځواکونو د تلفاتو لامل د هغوی بي کفایته مشران یادوئ له هغوی څخه مو هدف څوک دي ؟ ولس مشر، که وزیر دفاع او که د کورنیو چارو وزیر ؟

دا کمزوري ښاغلي خو ټول ستاسي د خارجه وزیر جان کیري د سیاسي موافقې پر اساس په ګډ حکومت کې سره را یوځای شوی او پر افغانانو تپل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د