افغانستان

د امريکايي عسکرو قاتل «افغان عسکر» جسد خپلې کورنۍ ته نه ورکول کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، لړم ۴مه ۱۳۹۵ل): د تيرې چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) د کابل په ريشخور پوځي اډه کې يو افغان عسکر «زرګل احمدزی» چې دوه امريکايان يې ووژل او درې نور يې ټپيان کړل او په مقابلو ډزو کې ياد عسکر هم ووژل شو.

د زرګل احمدزي جسد درې ورځې له امريکايانو سره دی خو تر دا مهاله يې جسد کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

امريکايان د زرګل احمدزي وارثانو څخه پلټنې کوي تر څو معلومه کړي چې د ملي اردو دغه سرتيري له طالبانو سره لاس درلود که نه،؟ خو طالبانو ويلي وو چې نوموړي عسکر له دوی سره اړيکه نه درلوده او نه هم ددغې پيښې له جزياتو خبر دي.

زر ګل احمدزی د کابل د سروبي ولسوالۍ د لکې تيږې د سيمې اوسېدونکی و او له نږدې څلورو کلونو راهيسې يې د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کوله چې د تيرې چهارشنبې  په ورځ (د تلې ۲۸ مه) په امريکايانو له بريد وروسته په مقابلو ډزو کې ووژل شو.

د يادو عسکرو له وژل کيدو وروسته په کابل کې د امريکايي عسکرو قومندان جنرال نېکلسن وويل ((هرکله چې زمونږ عسکر وژل کيږي مونږ پرې سخت درديږو او دا ډيره دردونکې پيښه وه))

ليکوال او سياسي شنناند نظر محمد مطمئن په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې پنځه ورځې د يوه مړي د پلټنو له پاره ډيرې دې او بايد چې د ياد عسکر جسد خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده چې د ا لومړی ځل نه دی چې د افغان عسکرو په ډزو امريکايي عسکر وژل کيږي، مګر له دې وړاندې هم دا ډول پيښې ترسره شوي دی چې ګڼ شمير امريکايان په کې مړه او ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Muhammad khan

دملی وحدت حکومت خو وائی چی موژ بشپڑ استقلال لرو،سنگہ نہ شی کولای چہ دخپلی ملی اردو افغان سرتیری دمڑی جسد لہ خارجیانو نہ نہ شی وصول کولای،ایاخارجیان لہ مڑی ھم تحقیقات کوی؟دا شہ خبرہ دہ چی دنوموڑی عسکرنوم دپلارنوم اوٹول ھویت معلوم دی،کنہ نوبیابہ جنرال دولت وزیری پہ ڈیری سپین سترگی سرہ ویلی چی داحملہ کوونکی پنجابی وو۔۔۔۔۔۔۔۔۔

khushal

کفارو افغانستان کی د ۱۵ کلونو په دوران کی د مسلمانانو د زیات معنوی پیاوړتیاوو د علتونو پسی ډیری څیړنی او پلتنی وکړی چه د مجاهدینو مادی امکانات نه یواځی د مقایسی وړ نه دی بلکه کله هیڅ هم نه لری مګر په کفارو بریالی دی او هر چیری چه وغواړی کفارو ته رسیدګی کوی ، هغوی دی ته هم حیران شول چه د یو مچاهد مړی که تر میاشتو هم خخ نه شی نه یواځی مړی یی خرابیږی نه ، نه یواځی دا چه مړی یی بدبویه نه وی بلکه د مشکو په شان بوی تری ځی ، کفار… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x