اسلام اباد: څوارلس تري تم ورک کسان محکمې ته وړاندې کړای شول
شېبه مخکې څوارلس تري تم ورک کسان د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ ته وړاندې کړای شول. د پاکستان جيو تلويزوني کانال وايي چې د دغو کسانو مخونه په څادورنو پټ و او په دوو موټرو کې محکمې ته راوړل شول. جسټس امیر هانئ به په بنده کوټه کې د دغو کسانو د هويت په اړه پوښتنې کوي. د پاکستان قاضي القضات محمد افتخار چودهري نن قاضي امیر مسلم هانئ ته امر وکړ چې د دغو تري تم ورکو کسانو په اړه پوښتنې وکړي. دغو کسانو سره د پاکستان د لوی څارنوال مرستیال او د دفاع وزارت سکرتر هم په سپریم کورټ کې موجود دي.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغانانو په ګډون يو شمېر بلوڅان، پښتانه او نور په زرګونو پاکستانیا تري تم ورک دي.
یاده دې وي چې، په پاکستان کې د تري تم ورکو کسانو په نوم يوه ټولنه ده چې د دوی د کورنيو په غوښتنه د ورکو کسانو په اړه محکمې کې له فیسه پرته د دوی دعوه دایروي او تر اوسه په لسګونو ورک کسان خپلو کورنو ته د دوی په مرسته راخلاص شوي دي. د دې ټولنې مشره امنه مسعود جنجوعه نوميږي په اسلام اباد کې اوسيږي او د انټر نيټ له لارې يې هر څوک پيدا کولای شي.