نظــر

کله به ځې!!؟

ناموس

کله چې د پاکستان حکومت د کابل حکومت په سلا، د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د عالي کمشنرۍ د ۱۹۵۱م د کانونسيون خلاف، د مهاجرينو د ويستلو پريکړه وکړه، پاکستاني کمپاينرانو د عوامو په ژبه (کله به ځې؟) تر شعار لاندې، او افغاني کمپاينرانو د (خپل وطن ګل وطن) تر شعار لاندې په بې وزلو مهاجرينو پسې راواخیسته، په بيلو بيلو پلمو او چلونو، ځورولو، پيسو اخستلو، زندانونو ته اچولو او له پولې نه اړولو پورې يې ګامونه پورته کړل.

پاکستاني کمپاينرانو به داسې اوازې خپرولې چې که مهاجرين تر فلانۍ ټاکلې نيټې ستانه نشي، سربيره پر دې چې دا څو سوه ډالر به هم نه ورکول کيږي، د پاکستاني امنيتي ادارو لخوا به ګاډي د دوی د کورو تر مخ دريږي او په زور سره به يې ګډې پکې اچول کيږي.

افغاني کمپاينرانو به ويل چې «افغان حکومت اعلان کړی چې که کوم مهاجر تر ټاکلې نيټې خپل هيواد ته ستون نشو، له هغه څخه د افغانستان تابعيت اخستل کيږي او په هيواد کې به د استوګنې حق نلري…».

کله چې د مهاجرينو د ځورولو او شړلو لړۍ پيل شوه، خوارکيانو مهاجرينو خپل جايدادونه، موټر او د کور سامان تر نيمې بيې ارزانه وپلورل.

هجرت د نبيانو او رسولانو سنت. هغوی چې رښتيني مهاجرين دي او د الله په لار کې يې هجرت کړی، په دې لار کې هر ډول صبر ته تيار دي، که کومه کړۍ او کوم هيواد يې سپکاوی کوي، منتقم الله تعالی به يې په خپله خوار او ذليل کړي.

را به شو ديته چې د مهاجرينو د حقونو ساتنه، څارنه او ورکړه د چا دنده ده؟ د تابع هيواد، د متبوع هيواد، او که د م.م د مهاجرينو د عالی کمشنرۍ؟

د دريوو جوړښتونو خپلې خپلې دندې دي. د تابع هيواد دنده ده چې د خپلو اتباعو د حقونو د خوندي ساتلو په هکله د هيواد دننه او بهر خپل مکلفيت سر ته ورسوي، تر کله چې د دې هيواد وګړي بل ځای کې مهاجر وي او په خپله خوښه خپل هيواد ته ستنيږي، د هغوی د ژوند ټولې اړتياوې پوره کړي. او يا هم که کله يې له مهاجر شوو اتباعو سره په متبوع هيواد کې زياتی کيږي او خپل حقوق نه ورکول کيږي، نو بايد له حقوقونو يې دفاع وکړي.

د متبوع هيواد دا دنده ده چې د کوم هيواد وګړي چې دوی سره ميشت دي، د نړۍوالو نورمونو او په ځانګړي توګه د ۱۹۵۱م کال د م.م د مهاجرينو د عالي کمشنرۍ د کنوانسيون په پام کې نيولو سره د دوی ټول حقوق ورکړي. هيڅ متبوع هيواد دا صلاحيت نه لري چې مهاجرين په زور او جبر سره وشړي، که څوک دا کار کوي له بين المللي قوانينو او بشري حقوقو ښکاره سرغړونه به کوي.

د مهاجرينو هم دا ذمه واري ده چې د متبوع هيواد ټولو قوانينو ته درناوی وکړي، البته تر کومې نيټې پورې چې په دې هيواد کې ميشت وي.

د م.م د مهاجرينو عالي کمشنرۍ دوه دندې دي: لومړۍ د مهاجرينو بين المللي پلوي او حمايت، او دوهمه د مهاجرينو د اقتصادي، ټولنيزو او حقوقي حقوقو خوندي ساتل او ورکړه، البته په خپله ټولنه کې او يا د هجرت په هيواد کې.

د دې کمشنرۍ فعاليتونه ټولو هغو کډوالو پورې اړه لري چې په نورو هيوادونو کې اوسيږي خو لا د هغه ځای تابعيت يې نه وي تر لاسه کړی.

په پای کې دا خبره په يوه ټکي کې رالنډوم چې (ماجره کله به ځې) او (خپل وطن ګل وطن) شعارونه د اسلام دښمنو او مهاجر دښمنو شعارونه دي چې د دوی د لاسپوڅو کمپاينرانو لخوا پرمخ بيول کيږي.

که دغو لاسپوڅو ته د خپلو بادارانو په خوله نن خپل وطن ګل وطن شو، خو دغو افغان مهاجرينو ته څلويښت کاله دمخه خپل وطن ګل وطن وو او دی، خو کوم شرائط چې د دوی د هجرت کولو لامل ګرځيدلي وو او له خپل ګل وطن نه يې وتلو ته اړ کړي وو، هغه لا تر اوسه موجود دي، که چيرته له مينځه ولاړل، بيا چې مهاجر په ځنځيرونو وتړل شي هم په بل ملک کې به تم نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x