افغانستان

مصطفی حق جو:امنیتي تړون په سېمه کې يوازې د امریکا ګټې خوندي کوي

 

نن ټکی آسیا: د افغانستان د چارو کارپوهان له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک د افغانستان د خپلواکۍ، استقلال او عزت په ضد بولي او په وینا یې دا تړون په سېمه کې یوازې د امریکا ستراتيژيکي ګټې خوندي ساتي.
د افغانستان د سیاسي چارو شناند، مصطفی حق جو له فارس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وویل : که په دغسې تړون کې ملي ګټې په پام کې نیول کېدای شوای،نو ولي درې لسیزې وړاندې مشرانو له روس سره چې ګاوڼډی او شتون یې د یوه ملیون شهیدانو لامل هم و؛ نه لاسلیکاوه.

نوموړی زیاتوي،غوره به وه چې هغو مشرانو چې نن له امریکا سره د تړون د امضاء کېدو چغې وهي،پرون له روسانو سره هم ورته ګټوره(؟) معامله کړې وای.
ښاغلی حق جو وايي، امریکایانو په دې دولس کلن حضور کې له افغانستان سره هېڅ یوې کړې ژمنې ته وفاداري ونه ښوده، دوی دلته د دې لپاره راغلي ول،چې سوله او ټيکاو راولي، مخدره مواد له منځه یوسي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي. خو ځکمنیو حقایقو په ډاګه کړه، چې دوی دلته د سولې پر ځای جګړې ته لا شدت ورکړ او مخدره موادو او اداري فساد کې ښکېل حکومت یې لا تقویه کړ.
ښاغلي حق جو همداراز ټینګار وکړ،چې که د امریکا په حضور کې د افغانانو او افغانستان ګټه وای؛نو په دا دولس کلونو کې خو باید یو څه تر لاسه شوی، خو پر عکس دوی دلته کاملاً شکست خوړلی او د افغانانو لپاره هېڅ مثبته لاسته راوړنه ميدان ته وړاندې کولای نشي.
اوس په دې لټه کې دي،چې د سیمې د مهار په پار په افغانستان کې پاتي شي چې غني طبیعي زیرمې او د اتومي قدرتونو په منځ کې موقعیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x