دیني، سیرت او تاریخ

اسلام پوهنه د سوال او ځواب له لاري

احمدجنيدمبارز

۱ سوال : اسلام تعريف کړئ ؟

جواب : اسلام په لغت کي له تسليمۍ ، سلامتۍ ، سولي او ارامۍ څخه عبارت دي . په اصطلاح کي د الله جل جلاله ټولو اوامرو ته پوره تسلمېدل او په ژوند کي د هغو عملي کول او له دې لاري هوسايني او ارامۍ ته رسېدل دي .

۲ سوال : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مخکي د نورو پیغمبرانو دين څه و، دهغو تر منځ متشرکات او توپيرونه په څه کي وو ؟

جواب : له محمد صلی الله عليه وسلم مخکي هم د پیغمبرانو دين اسلام و ، اسلام يوازنی دين دي ، چي د الله تعالی لپاره د منلو وړ دي . د ټولو پيغمبرانو دین په اصولو ، عقيدوي بنسټونو او اخلاقو کي سره يو شان و او د اعمالو او دعبادت او د شکلونو په اړه تفصیلي حکمونو کي سره متفاوت وو .

۳ سوال : د شهادت د کلمې ژباړه او مفهوم وليکئ ؟

جواب : د شهادت د کلمې ژباړه : له الله تعالی څخه پرته د عبادت وړ هيڅ معبود نسته او محمد د الله رسول دي .

د شهادت د کلمې مفهوم دادي : چي يوازي او يوازي الله جل جلاله د عبادت وړ ذات دي او یوازي الله تعالی دي ، چي د انسان او د انسان د ژوند لپاره يې قانون وضع کړي او انسان د هغه له امره سره سم ژوند کوي . محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی رسول دي او الله تعالی د خپل پيغام رسولو او په خپل ژوند کي دهغه د عملي تطبيق لپاره ، هغه د پيغمبر په توګه را لېږلۍ و ، که انسان غواړي چي د الله جل جلاله د ټولو اوامرو سم او عملي تطبيق و ګوري ، باید د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ژوند مطالعه کړي .

۴ سوال : د انسان د پيدا کېدو هدف څه دي ؟

جواب : د انسان د پيدا کېدو او د انسان د ژوند هدف د الله جل جلاله عبادت دي .

۵ سوال : په اسلام کي د عبادت مفهوم څه دي ؟

جواب : په اسلام کي د عبادت مفهوم دادي ، چي انسان خپل ټول ژوند باید د الله جل جلاله له اوامرو سره سم تېر کړي . په دې معنا چي انسان خپل ټول ژوند باید له الهي احکامو سره سم عیار کړي . دغه راز انسان چي په ژوند کي هر عمل ترسره کوي ، که هغه عبادت وي ، که معملات وي ، یا دنیاوي کارونه ، باید ځير سي ، چي ایا د الله جل جلاله د امر سره سم دي ، که نه ؟ ایا د الله جل جلاله د خوشحاله کېدو سبب ګرځي ، يا د هغه د خفګان ؟ په دې ډول د انسان ټول ژوند په عبادت بدليږي .

۶ سوال : په اسلام کي د اخلاقو مقام څه دي ؟

جواب : اسلام ډېر تاکيد په اخلاقو کوي ، تر دې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : په یقين سره زه ددې لپاره مبعوث سوي يم ، څو مکارم او اخلاقي خوبۍ لوړ حد ته ورسوم .

۷ سوال : د اسلام د شامل والي مفهوم روښانه کړئ ؟

جواب : د اسلام شامل والۍ په دې معنا دي ، چي اسلام د انسان د ژوند لپاره يو کامل نظام دي ، که اسلام د عبادتونو په برخه کي احکام لري ، د انسان لپاره خپل ځانګړي اقتصادي ، د حکومتوالۍ ، اخلاقي ، ټولنیز ، د کورنۍ او … نظامونه هم لري . په دې معنا چي د اسلام مفهوم يوازي د مسجد په ګوټ پوري منحصر نه دي ، بلکي اسلام ددې لپاره راغلۍ دي ، څو د انسان ټول ژوند تر پوښښ لاندي راولي . اسلام ته سر سري نظر لرل په دې معنا دي ، چي انسان په دې باور وي ، چي نعوذ بالله ، الله تعالی په مسجد کي د هغه خدای دي او باید اطاعت يې وسي ، مګر په بازار او معملاتو کي انسان د الله جل جلاله له خدايۍ څخه منکر وي او په خپل سر عمل وکړي .

۸ سوال : د اسلام نړۍ والتوب او عالميت مفهوم روښانه کړئ ؟

جواب : د اسلام نړۍ والتوب په دې معنا دي چي اسلام دځمکي دټولو انسانانو لپاره راغلۍ دي . اسلام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وروسته د قيامت تر ورځي پوري  د ټولو انسانانو لپاره دي او دوخت بدلېدو سره نه بدليږي او په هر وخت او هر ځای کي د تدبیق وړتیا لري . اسلام د نورو دینونو په څېر په یو قوم یا یوې سيمي پوري منحصر نه دي ، بلکي اسلام ددې لپاره راغلي ، څو ټوله نړۍ رانغاړي او پرټوله نړۍ بشریت وکړي .

۹ سوال : د اسلامي شريعت سرچينې ( مصدرونه ) په ترتيب سره وليکئ ؟

جواب : د اسلامي شریعت مصدرونه په ترتيب سره دادي :  ۱ ـ قران ؛ ۲ ـ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت ؛ ۳ ـ اجماع ؛ ۴ ـ قیاس .

۱۰ سوال : د اسلام د ربانيت مفهوم څه دي ؟

جواب : د اسلام رباني والۍ په دې معنا دي ، چي دغه دين دجهانيانو د پروردګار (رب) له لوري دي او دانسان لخوا جوړ سوي او رغول سوي نه دي . د هغه ټول حکمونه او تفصيلات د الله تعالی له لوري دي او له همدې مخي له هر ډول عيب او نیمګړتیا څخه پاک دي او د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره په يو ډول د تطبیق وړ دي .

الله تعالی جل جلاله دي موږ ته دپوره او بشپړ داسلام دعملي کېدو توفیق را په برخه کړي . امين يارب العالمين .

و ماعلینا الا البلاغ المبين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

خداتعلی ج دی خوشحاله او کامیابه لره ډیر ښه معلومات دی لیکلۍ دی خو چه داجماع اوقیاص تفصیل دی لیکلۍ وای ډیر به ښه وای اوبل داچه نن سبا خلک له ځانه پراسلام داسی نصیحتونه لیکی اویایی په اجتماعو کی خبری کوی چه بلکل دقرآن داوامرو مخالف دی که په دی باره کښی خلک دالله ددی آیات پیروی وکی ډیربه ښه وی پدعت به نه کوی: لقرآن من یخاف وعید(۴۵)ع ۵۰(ق ۴۵)معنی«موږ ښه پوهیږوپه هغه څه چه دوی یی وایی اونه یی ته پردوی باندی زبردستی کونکۍ،پس نصیحت وکه په قرآن سره هغه چاته چه ویریږی زما دوعدی نه» اۍ… نور لوستل »

بشیراحمد احمدی

الله دی جنت نصیب ګړه ډیر ښه معومات دی

غ.حضرت

د اسلام له نظره لوی نېک کار؟ ځواب: اخلاق حسنه لویه ګناه؟ ځواب: په ناحق د مسلمان او انسان وژل. ځینی کسان شرک او الحاد لویه ګناه بولی، حال دا چه الحاد ګناه نده بلکه د دین څخه خروج دی چه حساب ئې بېل دی. ګناه هغه عمل دی چه د ارتکاب سره سره د بخښنی اُمید ئې هم شته خو ناحق قتل هغه کبیره ګناه ده چه مرتکب ئې د بخښنی له نعمت څخه محروم دی او ځای ئې خلودِ فی النار دی بناً قتل او قتال په هره بڼه او شکل او انګېزه چه وی حرام او ناروا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x