fbpx
zurmati

ارواښاد مولوي رحیم الله زرمتي په افغانستان کې د متعهد ژورنالیزم نوښتګر سرلاری

د مرحوم زرمتي صاحب دشپږم تلین په مناسبت:

ارواښاد مولوي رحیم الله زرمتي په افغانستان کې د متعهد ژورنالیزم نوښتګر سرلاری

حدیث نیک و بد ما نبشته خواهد شد

زمانه را سند و دفتر و دیوانست

ارواښاد مولوي رحیم الله (زرمتي) زمونږ د هیواد یو له هغو نوموتو علمي ، صحافتي او فرهنګي شخصیتونو څخه دی چې زمونږ ټولنه په تیره علمي او فرهنګي حلقات به یې تر ډیرو پوري د کړیو خدمتونو پوروړي او مرهون وي.

مرحوم زرمتي صاحب د یوه دیني عالم ، سیاسي محلل ، زړور مجاهد، مسلکي دعوتګر ، خوږ ژبي شاعر او ټولنیز شخصیت په توګه خپل ژوند د دین او هیواد خدمت ته وقف کړی وه.

نوموړی د خدای ورکړي استعداد له مخې د متعددو مواهبو څښتن وه ، زما قلم او د دې لیکني ظرفیت د ارواښاد زرمتي صاحب رحمه الله د څو بُعدي ژوند د استیعاب وړتیا نه لري ، خو زه غواړم دلته یواځې د نوموړي د صحافتي او فرهنګي خدمتونوپه اړه د مشت نمونه خروار په توګه یادونه وکړم،ترڅوزمونږ فرهنګي وروڼه د مرحوم زرمتي صاحب له ژورنالیستکي فعالیتونو څخه په استفادې سره هغه د خپلې لارې مشال وګرځوي او په رڼاکې یې خپل مسلکي رسالت په مطلوب ډول تر سره کړي.

زرمتي صاحب د یوه متعهد او نوښتګر صحافي په توګه .

له متعهد ژورنالیزم څخه مو هدف هغه ژورنالیزم دی چې هغه تر بل هرڅه له مخه د خپلې ټولنې دیني ، عقیدوي او مذهبي اساساتو ته ژمن وي ، مرحوم مولويصاحب خپل ژورنالیستیکي فعالیت د همداسې یوه عقیدوي هدف د تحقق په غرض پیل او د ژوند تر وروستۍ شیبې یې سپیڅلیو موخوته ژمن پاتې شو .

نوموړي خپل صحافتي فعالیت د۱۳۵۰ هـش کال د سنبلې په میاشت کې د (ندای حق) جریدې د مسؤل په توګه پیل کړ .

ندای حق جریده د خدام الفرقان اسلامي تنظیم مربوط لومړنۍ نشراتي جریده وه چې د الحادي افکارو د مخنیوي په غرض تأسیس شوې وه، زرمتي صاحب د دغې مجلې له تأسیس بیا دهغې تر مصادرې پوري دری کاله دمسؤل چلوونکي په توګه نه ستړی کیدونکی خدمت وکړ ، یاده اوو نیزه یې په ډیر لیږ وخت کې د هیواد په کچه یوه سرتاسرې تحریکي جریده وګرځوله ، چې دهیواد دځوان نسل په تیره د محصلینو ، متعلمینو او دولتي ادارو د کار کوونکو په افکار وکې مثبت فکري تحول راوست . داچې یاده جریده د ټول هیواد په کچه یواځینۍ تحریکي او د اسلامي افکارو خپروونکي جریده وه ، نو د وخت د حاکمو چارواکو لخوا تر ټینګې څارنې لاندې وه ، خو زرمتي صاحب مرحوم د خپلې صحافتي وړتیا له مخې هغه د مغرضو جهاتو له ټولو مغرضانه دسائسو څخه په ساتلو سربیره د اسلامي افکارو د یوې مؤثرې او په ژورنالیستیکي معیارونو برابرې جریدې په توګه فعاله وساتله .

د ۱۳۵۲کال د چنګاښ په ۲۴ د مرحوم داود خان لخوا د جمهوریت په تأسیس سره په هیوادکې په ټولو تنظیمي فعالیتونو اود هغوئ په اړونده نشراتي رسنیو بندیز ولګول شو ، په دې ترڅ کې د ندای حق جریده هم مصادره شوه ، خو مولویصاحب بیاهم آرام نه کیناست او خپلو صحافتي فعالیتونو ته یې د تدریسي او دعوتي چاروترنامه لاندې ادامه ورکړه .

نوموړي له ۱۳۵۲تر ۱۳۵۷ هـش کال پوري دکندوز او پکتیا په ولایتونو کې خپلو همدغو دعوتي اوعلمي فعالیتونو ته ادامه ورکړه او په سلګونو متعلمین ، محصلین ،اوطالبان یې له توجیهي اوتربیوي لارښودنو څخه مستفید کړل.

په ۱۳۵۷ هـش کال کې د کمونستانو د غوايي له کودتا وروسته یې د هیواد د نورو تحریکي او جهادي شخصیتونو په څیر هجرت ته مخه کړه او هلته یې تر ۱۳۷۰ هـش کال پوري پوره ۱۳ کاله په فرهنګي ، تدریسي ، او دعوتي چارکې فعاله ونډه لرله.

زرمتي صاحب د هجرت په مهال د دعوت او جهاد پوهنتون د استادي ترڅنګ لاندې فرهنګي فعالیتونه هم تر سره کړل :

په تعلیمي برخه کې :

۱ـ د مجاهدینو د اووه ګونې اتحاد لخوا د تعلیمي نصاب د علمي کمیټي غړیتوب

۲ـ د مجاهدینو د عامه پوهاوي لپاره د سیرت النبی د تالیف د کمیټي غړیتوب

۳ـ د عامه پوهاوي لپاره د جهادي درسونو تر تیبول او د کیسټونو له لارې د مجاهدینو په منځ کې توزیع کول.

د تالیف او تصنیف په برخه کې :

۱ــ په روانه پښتو ژبه دسيرت النبي تألیف

۲ــ د روژې حکمونه تألیف

۳ــ د مسلمانۍ عقيده

په کال ۱۳۷۲ کې په افغانستان کې د کمونیستي نظام ترسقوط وروسته مولویصاحب زرمتي له ټولو تنظیمي فعالیتونو څخه ځان ګوښه او خپل تدریسي او دتألیف چاروته یې ځان فارغ کړ.

په کال ۱۳۷۵ هـش کې چې کابل د طالبانو د اسلامي تحریک ترواکمنې لاندې راغی مولویصاحب ته یې دیوه مسلکي او علمي شخص په توګه د اطلاعاتو کلتور وزارت نشراتي معنیت وسپاره .

مرحوم زرمتي صاحب د وزارت د معینیت په مهال له خپلې ټولې اداري بوختیاسره سره بیاهم صحافتي فعالیت نه پریښود،نوموړی د وزارت د مرستیالۍ تر څنګ دشریعت اوونیزې دلیکوال هیأت غړیتوب هم درلود او ډیر وخت به د شریعت اوونیزې سرمقاله په خپل قلم لیکله .

ټولنیز خدمتونه

په کال ۱۳۸۰ هـش کال کې په افغانستان باندې د امریکایانو تر یرغل وروسته مرحوم زرمتي صاحب د امریکايي یرغلګرو له مظالمو څخه د هجرت لاره غوره کړه او د هجرت په دیارکې یې بیا خپلې صحافتي او علمي چارې پیل کړې.

ارواښاد زرمتي صاحب داځل خپل مسلکي فعالیت د ګڼو تل پاتي اجتماعي خدمتونو په ترڅ کې پیل کړ ، او خپلې ټولنې ته یې د باقیات الصالحات په توګه لاندې نه هیریدونکي علمي خدمتونه د یاد ګار په توګه پریښودل .

لومړی : په ۱۳۸۱ هش کال کې دنفيس خپرندويې ټولنې تاسيس

دوهم : ۱۳۸۱هـش کې د دیني مدرسو لپاره نصاب جوړونکې ادارې ندوة المدارس تاسيس .

دریم: په ۱۳۸۲هـش کې د دیني تعلیماتو د زده کړې لپاره د جامعه قاسميه تاسيس

داچې دغه دوه مهم علمي بنسټونه نفیس خپرندویه ټولنه او قاسمیه جامعه د ارواښاد زرمتي صاحب د علمي او صحافتي ژوند د تر ټولو مهمو او ارزښتناکو یادګارونو په توګه مونږ ته پاتې دي نو پر ځای خبره به وې چې له درنو لوستونکو سره په مختصره توګه د هغوئ تعریفي یادښت شریک کړو.

الجامعة القاسمية للدارسات الاسلامية

 جامعه قاسميه : يوه خپلواکه ولسي مدرسه ده چې موخه يې يواځې په ټولنه کې دديني زده کړو عامول دی .

جامعه قاسمیه دا هڅه کوي چې د هېواد تنکي نسل اوځوانوعالمانوته په دينی برخه کې خدمت وکړي چې لله الحمد دامهال په یاده مدرسه کې دسلګونو کمکيانو اونويوځوانانوپه شمول یوشمیر فارغ شوي عالمان هم د تخصص فی الفقه والفتاوی ، علم الحديث کې لوړې زدکړې اوهمدا راز تخصص فی الصحافه (ژورنالیستیکي زدکړې) په څانګه کې تعلیم ور کول کیږي .

د دیني زده کړو ترڅنګ دعربي ،انګلیسي او کمپیوټر مینه والو ته په وړیا ډول تعلیمي کورسونه هم لري چې تر اوسه پورې یو زیات شمیر نوي ځوانان تري مستفید شوي او دټولني خدمت ته وړاندې شوي دي.

د دغې مدرسې يوه برخه د خيبر پښتونخوا په اکوړه خټک سيمه کې خپلې ښونیزې او روزنیزې چارې پرمخ بيايې اوبله برخه یې دکابل د شوربازار په سيمه کې په يوه تاريخي جومات کې ودانه ده .

اوس مهال د مرحوم زرمتي صاحب د دغه علمي یاد ګار (جامعیه قاسمیه ) اهتمام او پالنه د هغه د صالح خلف او مشر زوي محترم ورور مفتي صاحب حبیب الله (قاسمي) په غاړه ده چې د خپل والد صاحب د نقش قدم په تعقیب یې خپل ځان د ټولنې علمي خدمت ته وقف کړي او په پوره متانت ،اخلاص او صداقت سره یې دې ستر خدمت ته ملاتړلې ، الله تعالی دې په دغه لوي علمي خدمت کې لازیات توفیق او بریا ورنصیب کړي .

نفيس نشراتي ټولنه

د نفیس او نشراتي ټولنه هم دقاسمیه مدرسې په څیر په ټولنه کې د اسلامي ثقافت د ترویج لپاره دهغې دمؤسس مرحوم مولوي رحیم الله زرمتي لخوا تأسیس شوې او اوس مهال د ژورنالیستیکي او نشراتي فعالیتونو یوه معتبره مرجع ګڼل کیږي چې اهداف او فعالیتونه په لاندې ډول تشریح کیږي :

۱ـ دقراّنكريم ترجمه اوتفسير

۲ـ د نبوي سيرت ستره پانګه پښتنو وروڼو ته په خپله ژبه كې تيارول.

۳ د اسلام په اخلاقي نظام د لیکل شویو غوره رسالو اوكتابونو ژباړل او ترتيبول

 ۴ـ د پښتنو وروڼو لپاره په پښتنو ژبه د دیني او عقیدوي رسالو تألیفول.

۵ د اسلامي دعوت لپاره دعوتي مواد برابرول

۶ـ د اسلامي دعوت لپاره په علمي اومسلکي معیار ونو برابر نوي وسائل كارول

۷ـ په پښتوژیه كې دديني ښوونولپاره دنصاب تهیه کول

۸ دهيواد د نومياليو علمي او ملي شخصیتونو ياد راژوندى كول اود هغوئ په کړیو خدمتونو رسالې او تحقیقي مقالې لیکل .

له دې علاوه ارواښاد زرمتي صاحب د یوه فکري مکتب په توګه دخپلې ټولنې او ولس لپاره ډیر قابل قدر علمي خدمتونه کړي او په خپل قول ،عمل او ژورنالیستیکي مسلک سره یې د اسلامي فقه ، عقائدو،اخلاقیاتو ،عباداتو ،اسلامي سیاست ، اقتصاد ، ښوونې او روزنې په برخه کې په زرګونو مقالې ، بیانیې، حتی د شعر په ژبه توجیهي او تربیوي لارښودنې ترتیب او خپرې کړې .

لکه مخکې چې مو وویل ارواښاد زرمتي صاحب رحمه الله ته مونږ د دوه دکړیو خدمتونو له امله باید دیوه فرد او شخص په سترګه نه،بلکې د یوجامع فکري مکتب په حیث قائل شو ، باید د ده په علمي او اکادیمیک شخصیت باندې تحقیقي لیکنې ولیکل شي او په هغوکې د ده کړي خدمتونه د ځوان نسل دسرمشق لپاره په بشپړه توګه معرفي شي ؛ ځکه ارواښاد زرمتي صاحب يواځې دسياسي او فرهنګي موضوعاتو څيړونکى اوماهر نه بلکې دهغه ترڅنګ داسلامي علومو فقه، عقائد، حديث ، تفسير، صرف ،نحو، بديع ،بيان اوپښتو ادب يومشهور عالم اوتکړه استاد هم وو.

 زمونږ په ټولنه کې د جناب زرمتي صاحب په څیر د علمي ،جهادي ،فکري اواخلاقي ټولنیزو شخصیتونو موجودیت ډیر کم اویاکه ووایم په نشت حساب دی ،نو په کاردی چې د همدغو نایابو قیمتي اشخاصو له قیمتي کارنامو او خدمتونو څخه خپل ځوان نسل په بشپړه توګه خبرکړو ترڅو هغوﺉ وکولای شي دخپلو علمي اسلافو له علمي کړووړ څخه په تأثرسره د خپل راتلونکي لپاره د سعادت ،موفقیت اوپرمختګ فکتورونومشخص کړي .

مرحوم زرمتي صاحب په داسې حال کې چې دخپل خدای ، خپلې عقیدې او خپل هیواد په اړه یې خپل انساني رسالت په ښه توګه پوره او په دې لاره کې یې ډیرې ستړیاوې او زیارونه وګالل بالآخره د ۱۳۸۵ هجري لمریزکال د سلواغې د میاشتې په ۱۹ د (۷۰) کلنو په عمر له دې فانۍ نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې .

مرګ صاحبدل جهاني را دلیل کلفت است شمع چون خاموش ګردد داغ محفل میشود .

روح دې خوشاله او دعوت ، تدریس او مبارزې لاره دې په پاتې لارویانو پاللې وي .

عبدالرحیم (ثاقب)

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د