شعـــــرونه

د خيال ضمير / عرفان  الله  عرفاني

عرفان الله عرفاني

خيال  کې  ضمير  سره  خبرې  کوم
زه  دې  تصوير سره  خبرې  کوم

د حال  په  ژبه  زمانه  پوهه  وم
ښه  په  تفسير  سره  خبرې  کوم

ژوندی  کومه  تېر تاريخ  د عمر  ( رض )
له  هر فقير سره  خبرې  کوم

تڼاکې  پښې  ځم  د اغزو په  څوکو
د عشق  مسير  سره  خبرې  کوم

زه  يې  د مينې  مُريد کړی  يمه
ځم  له  خپل  پير سره  خبرې  کوم

ستا د بېلتون  زندان  کې  پروت  يم  تنها
اوس  له  زنځير سره  خبرې  کوم

د خدای  تقدير خو په  دعا بدلېږي
نن  مې  تقدير  سره  خبرې  کوم

( عرفاني  )  ستا لپاره  ورغلمه
د کلي  مير  سره  خبرې  کوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x