افغانستان

بګرام : د هوايي ډګر په دروازه کې سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، لړم ۴مه ۱۳۹۵ ل ) : د بګرام د هوايي ډګر په دريمه دروازه کې نن ماښام نژدې ۸ بجې مهال موټر بم بريد شوی.

ويل کيږي بريد پر هغه امريکايي سرتيرو شوی د هوايي ډګر په دروازه کې ولاړ وو.

د بريد له امله بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه شوې.

د بريد مسؤليت د طالبانو ويندوی پر خپل ټوېټر پاڼه منلی.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي له ياد بريد دوه ساعته وړاندي هم بګرام هوايي اډې ته طالبانو توغندۍ توغولي.

نوموړی زياتوي په دواړو بريدونو کې امريکايي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x