افغانستان

ولسمشر او اجرائيه رئيس پر پاکستاني پوليسو بريد وغانده

نن ټکی اسيا (چهار شنبه ، لړم ۵مه ۱۳۹۵ ل ) :د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان په کوټه ښار کې د پوليسو پر اکاډمۍ د بريد غندنه کړې.

اشرف غني ويلي : ترهګرو يو ځل بيا خپل وحشتناکه کړني تکرار کړې او يو شمېر کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې.

اشرف غني او اجرائيه رئيس د پيښي له ځپل شويو کورنيو سره د غم شريکۍ تر څنګ زياته کړې چې دوی د پاکستاني اولس تر څنګ ولاړ دي.

د ولسمشر او اجرائيه رئيس له لوري پر پاکستاني پوليسو د بريد غندنه د ارګ په يوې خبر پاڼي کې نشر شوې.

د کوټي ښار په سرياب روډ کې د پوليسو پر اکاډمۍ د بريد له امله نژدې ۶۰ تنه پوليس وژل شوي او ۱۱۸ تنه نور ژوبل شوي.

بريد کوونکي درې تنه وو او د بريد مسؤليت داعش ډلي په غاړه اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x