افغانستان

ناټو د ګډ حکومت پر خپل منځي اختلاف اندیښنه وښوده

نن ټکی اسيا (چهار شنبه ، لړم ۵مه ۱۳۹۵ ل ) : د ګډحکومت تر منځ اختلافاتو یو ځل بیا ناټو اندیښمنه کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند چارلز کلېفنډ ویلي چې ناټو د ګډحکومت د چارواکو ترمنځ اختلاف اندېښمنه کړې او ویره یې څرګنده کړې چې دغه اختلافات به د هیواد پر امنیتي وضعیت منفي اثر ولري.

نوموړي د طلوع نیوز تلویزون سره په مرکه کې ویلي: «د اکتوبر په میاشت کې طالبانو بریدونه زیات کړه، زمونږ په ګمان هغوی غوښتل چې د خپل ستراتیژي اهدافو سره سم د ولایتونو مرکزونه ونیسي، که یو ځل بیا د ګډحکومت مشران په خپل منځي اختلاف کې ښکېل شي، کیدای شي طالبان بیا را وګرځي».

نوموړی وویل چې دولتي ځواکونه د ناټو په کومک وتوانېدل چې د ولایتونو د مرکزونو څخه دفاع وکړي.

نوموړي وویل: « مونږ په افغانستان کې ټول سیاسي اړخونو ته احترام لرو، خو سیاسي اختلافات باید ددې سبب نه شي چې پر امینتي لاسته راوړنو بد تاثیر وکړي».

د شنونکو په نظر د افغانستان حکومت د جګپوړو چارواکو تر منځ علني اختلافات د دولتي ځواکونو پر مورال بد تاثیر کوي.

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په جوزجان ولایت کې د خپلو پلویانو په منځ کې ولسمشر اشرف غني په قومي تعصب تورن کړ او عبدالله یې یو نا اهله کس وباله.

نوموړي وویل چې اشرف غني هغه چاته ډیر اعتبار ورکوي چې د لوګر وي او په پښتو خبري کوي،بل خوا عبدالله که څه هم تاجک دی خو په خپل قوم کې خاص مقبولیت نه لري او یو نا اهله مشر دی.

ولسمشر اشرف غني د خپل لومړي مرستیال د څرګندونو په اړه وویل چې د هغه د مقام او حیثیت سره داسي خبري نه ښايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x