نړۍ

نوازشریف: د کوټي پيښه به د افغان چارواکو سره مطرح کړو

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): وړمه شپه د کوټي ښار پر سریاب روډ د پولیسو پر اکاډمي وسلوال برید وشو چې له امله یې ۶۰ کسان مړه او تر سل زیات نور ټپيان شول.

د پيښي وروسته د پاکستان د مرکزي حکومت چارواکو کوټي ښارته سفرونه وکړل او هلته یې د اکاډمي او روغتون څخه لیدنه وکړه او همداسي یې د سیمه ایزو چارواکو سره لیدني وکړې.

د ډان نیوز د خبر سره سم لومړی وزیر نوازشریف، د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان او جنرال راحیل شریف کوټي ته سفرونه وکړل، د روغتون او اکاډمي څخه یې لیدنه وکړه او د ځايي چارواکو سره یې لیدني وکړې.

د خبر سره سم په دغه غونډو کې لومړي وزیر نواز شریف ته وویل شول چې بریدګر د افغانستان څخه راغلي وه او د جګړې پر مهال له افغانستان څخه امرونه ورکول کېدل،  په جواب کې لومړي وزیر وویل چې دغه موضوع به د افغانستان د چارواکو سره شریکه کړي.

باید وویل شي چې د کوټي د برید مسؤولیت د اسلامي دولت ډلي (داعش) واخیست او د ۳ بریدګرو انځورونه یې نشر کړه.

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار تېره ورځ وویل چې وسلوال له یوه ګاونډي هیواد څخه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د دغه تورونو ته په جواب کې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید له غیر مسؤولانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه پيښه غندلې او ویلي چې افغان حکومت د ټولو تروریستي ډلو پر ضد مبارزه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x