نړۍ

مشهوره څېره «شربت ګله» د پاکستان امنیتي ځواکونو ونیوله

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): د خپلي څیرې او سترګو په وجه مشهوره افغان میرمن «شربت بي بي» د پاکستان د فیډرالي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) له لوري په پيښور کې نیول شوې ده.

دغه ادارې رسنیو ته ویلی چې شربت بي بي یې د جعل کارۍ په تور نېولې.

تېرکال د پاکستان د شناختي کارډ جوړونکې ادارې «نادرا» شربت بي بي ته درې شناخته کارډونه جوړ کړي وه چې یو یې خپل او دوه یې د زامنو وه.

خو څو میاشتي وروسته دغه شناخته کارډونه د نادرا له خوا د جعل کاري په تور بلاک شول او په نادرا کې د هغو کسانو سره پوښتني ګرویږني پیل شوې چې په دغه جعل کاري کې لاس درلود.

امنیتي ځواکونو په پيښور ښار کې د شربت بي بي پر کور چاپه اچولې او هغه یې له ځانه سره بېولي ده.

شربت بي بي وروسته تر هغه د «افغان انجلۍ» په نوم مشهوره شوه کله چې د نیشنل جیوګرافیک یوه عکاس «سټیف مکري» په کال ۱۹۸۴ کې د پيښور ښار په ناصر باغ کمپ کې د هغې څخه انځور واخیست.
هغه مهال د شربت بي بي عمر ۱۲ کاله وو، د هغې انځور د نیشنل ګرافیک د مشهوري مجلې پر لومړۍ پاڼه خپور شو.

تر ۲۰۰۲ پوري د خپل ټول شهرت سربېره شربت بي بي د ګمنامۍ ژوند تیروی تر دې چې ۱۷ کاله وروسته انځورګر سټیف ماکري یو ځل بیا وتوانېد چې هغه پيدا کړي او مرکه ورسره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

زه شربت ګلی ته چه زما مسلمانه او باعفته ، مهاجره او مجاهده خور ده ، د زړه له کومی درناوی لرم او خپله عقیدوی خور یی ګڼم ، مګر دا چه یهودانو د هغی د شنو سترګو به اړه هغی ته کوم اهمیت ورکړو ، هدف دا نه وو چه د هغی د سترګو شینوالی د ښه والی په خاطر وو ، دا چه اکثریت اروپایان ، روسان ، امریکایان شین سترګی او سره ویښتان لری او په څنګ کی یی دنړی وحشیان او شیطانان هم دوی دی هڅه لری چه د دوی نښی نښانی د ښکلا معیارونه جوړ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x