افغانستان

ناټو په بګرام کې خپل د دوه عسکرو ټپې کېدل ومنله

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ناټو ځواکونو ویاند جنرال چارلز کلیفلانډ رسنیو ته ومنله چې د بګرام د تیري ورځي په چاودنه کې دوه امریکايي سرتیري ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل چې تیره ورځ ناوخته په بګرام ولسوالۍ کې ددوی د ځواکونو پر ګزمې چاودنه وشوه چې له امله یې دوه امریکايي سرتیري ټپیان شول.

نوموړي د طالبانو ادعا رد کړه چې ګواکي په دغه چاودنه کې دي امریکايي سرتیري وژل شوي وي.

چارلز کلیفلانډ رسنیو ته وویل چې تېره ورځ پر بګرام هوايي ډګر د توغندیو برید هم وشو هو په هوا کې توغندۍ له منځه یووړل شوې.

باید وویل شي چې تېره شپه ناوخته د بګرام هوايي ډګر ته نیژدې د بهرنیو ځواکونو پر موټرو د کرولا ډوله موټر په واسطه سرتیری برید وشو چې د ولسوال عبدالشکور قدوسي په وینا د بهرنیو ځواکونو یو نظامي موټر ویجاړ شو.
هغه د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه درلودل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه سرتیري برید کې ۱۲ تنه امریکایان ووژل شول.

نوموړي وویل چې برید د بګرام هوايي ډګر په دریمه دروازه کې هغه مهال وشو کله چې امریکایان له هوايي ډګر څخه د یوه کاروان په شکل کې راووتل او کومي لوري ته د تګ په حال کې وه.

نوموړي د طالب سرتیري نوم عبدالله خوستي یاد کړی او ویلي چې موټر یې له چاودېدونکو توکو ډک وو.

مجاهد زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې د امریکایانو دوه ټانګونه ویجاړ شول او د ۱۲ تنو امریکايي عسکرو وژل کېدلو سربېره یو شمېر یې نور ټپیان شول.

نوموړي وویل چې وړمه ورځ هم د خوست او هلمند په جلا جلا پيښو کې ۸ امریکايي عسکر ووژل شول او دوه زغروال ټانګونه یې ویجاړ شول.

مجاهد همدا راز زیاته کړې چې امریکایانو خپل ځانونه خوندي کړي او پر ځای یې افغان ځواکونه د مرګ کندي ته برابر کړي خو دوی بیا هم داسي تدابیر تر لاسه لاندي لري تر څو د بهرنیانو خوندي ځایونه په نښه کړي او تلفات ور واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x