افغانستان

طالبانو په میدان وردک ولایت کې پردولتي تاسیساتو بریدنه پيل کړي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې میدان وردګ ولایت ته یې ورتلونکي ټولي لاري تړلې او پر دولتي تاسیساتو یې پراخ بریدونه پيل کړي دي.

نوموړي ویلي چې دغه بریدونه نن سهار وختي پیل شوي او د ولایت مرکز ته ورتلونکي ټولي لاي یې په بشپړه توګه تړلي دي.

نوموړي ویلي چې دوی د خپل پلان سره سم لومړی د ولایت پر امنیه قومندانۍ، د خالد نظامي قطعه، سپیشل فورس قطعه او د استخباراتو پر مرکز د درنو وسلو په واسطه بریدونه پيل کړي دي چې تر اوسه لا په شدت سره دوام لري.

نوموړی وايي چې د میدانښار په کشمیر کلا سیمه کې د دولتي ځواکونو یو ټانګ ویجاړ کړی او په دغه سیمه کې کومکي قوتونه تر کمین او کلابندۍ لاندي نیولي دي.

مجاهد زیاته کړې چې یو بل ټانګ یې د مرکز اړوند د ده افغانانو په سیمه کې ویجاړ کړی او مخالف اړخ ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

مجاهد پر ولسي وګړو غږ کړی چې د خپل ځان ساتني په خاطر دي د جګړو د ساحو څخه لیری اوسي او هلته د ورتګ څخه دي ډډه وکړي.

بل خوا د میدان وردګ ولایتي چارواکو ویلي چې د سید اباد په سیمه کې د کابل – میدان ښار تړل شوې لاره یې بیرته د ترافیکو پر مخ پرانیستلې.

د میدان وردګ والي «ځنډي ګل زماني» رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو د شاتورو په نامه سیمه کې د ملي اردو پر پوسته برید وکړ او هلته یې یو عسکر مړ او بل ټپي کړ چې په جوابي برید کې طالبان له سیمي څخه پر شا شول او یو مړی یې د جګړې په ډګر کې پاته شو.

نوموړي وویل چې لاره د اوس لپاره پرانیستل شوې ده.

بل خوا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي چې تر اوسه لا لاره د ترافیکو پر مخ نه ده خلاصه شوې ځکه چې د ملي اردو ځواکونه په سیمه کې په عملیاتو بوخت دي.

نوموړي ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴۰۰ طالبانو د سید اباد ولسوالۍ له لوري بریدونه پيل کړه او غوښتل یې چې میدان ښار ته هم ځانونه ورسوي خو تر اوسه نه دي توانیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x