د نن سرلیکنه

د غوڅ ملاټر ماموریت د ګډ حکومت له شړیدو څخه اندیښمن دی – سرلیکنه

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ښاغلی چارلز کلیفلند وايي چې دوی د ملي یووالي حکومت د چارواکو ترمنځ وروستیو اختلافاتو اندیښمن کړي دي.

د تیرې دوشنبې په ورځ د ګډ حکومت لومړي مرستیال ښاغلي دوستم د فاریب له جګړې څخه تر ناکامه را ګرځیدو وروسته په جوزجان کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا په مهال ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په قوم پالنې تورن کړل.

ارګ د یوه رسمې غبرګون په ترڅ کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال تورونه د هغه د شان او مقام خلاف وبلل او د هغود اثبات لپاره یې د عدلي او قضايي څېړنو غوښتنه وکړه.

په ولسمشر غني باندې د هغه د لومړي مرستیال ښاغلی دوستم لخوا د قوم پالنې تورونه په داسې حال کې لګول کیږي چې د ګډ حکومت د مشر او د هغه د اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله ترمنځ رامنځته شوي اختلافات همداسې لاینحل پاتې دي.

د ګډ حکومت ایجاد چې د هیواد د اساسي قانون خلاف د امریکایانو په خوښه تر سره شوی د دوام لپاره يي هم دهغوي مستقیمې مداخلې او څارنې ته اړتیا ده.

امریکایانو چې د تأسیس په لومړۍ ورځ یاد حکومت د ملي وحدت په نوم مسمی کړ اصلي هدف یې د هغه د سهیمو لوریو ترمنځ د قومي ، سمتي او تنظیمي اختلافاتو راپورته کول و، که دا نه وي اصلا د ملي وحدت اصطلاح ته اړتیا څه وه چې جان کیري د یاد حکومت لپاره وکاروله؟

د یاد حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ اتحاد او اختلاف هم د امریکایانو په دستور د هغوی د خپلو مصالحو د تحقق لپاره تر سره کیږي ؛ ځکه د ګډ حکومت شریک لوري په مجموع کې ټول داسې غیر مخیر مرکبات دي چې د هغوی د ترکیب ، تنصیب او تحریک صلاحیت ټول د امریکایانو په لاس کې دی او دوی خپله یو هم د خپلو کړو وړو واک نه لري.

امریکایانو د ګډ حکومت د ایجاد له پیله غوښتل چې په افغانستان کې داسې یو پاشلی غیرمتمرکز نظام جوړ کړي چې د خپلو اختلافاتو له وجې په هرڅه کې امریکایانو ته اړ او د هغوی د مصالحو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د چارو شنونکی ټول په یوه خوله ده چې د هیواد په دې بحراني حالاتو کې ګډ حکومت د خپل عملکرد له مخې د دې وړتیا نه لري چې یوه ورځ دې هم دوام وکړي ، خو دا چې امریکایان یې ترشا ولاړ دي نو هغوی یې د ناعلاجه ناروغ په څیر د مصنوعي ژوندون او پاتې کیدو هڅې کوي تر څو وکولای شي نور هم د دې فاسد او بیواکه حکومت تر سیوري لاندې خپل شوم اغراض په ښه توګه تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د عنوان په اخر کی د ((( غوڅ ))) نوم ورسره هیر شوی {{ د غوڅ ملاټر ماموریت د ګډ حکومت له شړیدو څخه غوڅ اندیښمن دی }}– مګر زما د سیاسی څیړنو او ارزونو له مخی : یادونه : لکه هر انسان چه ځانګړی خصلتونه لری قومونه هم مثبت او یا منفی ځانګړی خصلتونه لری ،انګریزان په شیطانی لنډ او اوږد مهالو استعماری پلانو کی تر ټولو مخکښه قوم دی یا یهودان د نړی تر ټولو حریص قوم دی، بیا دغه هوشيارو انګریزانو د حریصو یهودانو د مشرانو سره پښی او لاسونه څه چه وینی یی سره شریکی او… نور لوستل »

عبیدالله

بیانزی صاحب په وروستیو ټولو تبصره کې دې له خپل نوم نه وړاندې د الحاج په ځای الجاج لیکلي. هیله ده اصلاح یي کړئ.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x