افغانستان

نورستان: دواب او نورګرام ولسوالیو ته ښوونیزو ادارو پاملرنه کمه ده

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کي د دواب او نورګرام قومونو ترمنځ د ښووني او روزني د بهیر د ودي په موخه ستره ناسته ترسره شوه

ددی ولسوالیو قومي مشرانو د خبرو په ترڅ کي د نورستان د ښووني او روزني ریاست او پر اړوندو ادارو نیوکه وکړه چي دي ولسوالیو ته ی پاملرنه په نشت حساب ده

قومي مشر غلام سخي وویل چي د نورستان ښووني او روزني ریاست که څه هم په نورګرام او دواب ولسوالیو کښي یو شمیر ښوونځي لري خو د دوي نه پاملرنه ددي سبب شوي چي د نورګرام او دواب ښووني او روزني بهیر دی ټکنۍ شي

دا مشر وايي نن ټول ولسونه د معارف په ملاتړ راوتلي خو دولت باید له دوي سره ددي بهیر په وده کښي مرسته وکړي

بل قومي مشر شیخ سید محمد وايي چي ټول ولسونه په یوه غږ د ښووني او روزني بهیر ملاتړي دي

نوموړي په ننۍ غونډه کښي له ولایتي اداری غوښتي چي ښووني او روزني بهیر دي ګړندۍ کړي

غونډي یو بل ګډونوال مولوی فدا محمد وايي چي په دواب او نورګرام ولسوالیو کښي ټول خلک د ښووني او روزني بهیر ملاتړي دي او دولت پاملرنه بیا کمه ده نوموړي د قومونو په نمایندګۍ ډاډ ورکړ چي د ښووني او روزني بهیر ملاتړ به کوي خو دولت څخه وغوښتل چي په دي برخه کي دي دوي خپل پروګرامونه پراخ کړي  

بل پلو د نورګرام ( ننګراج ) ولسوال نعمت الله مسلم د دواب او نورګرام د ولسونو شته ستونزي مني خو دا ولسوال ولسونه ګرم بولي چي په سیمه کي د ښووني او روزني د بهیر په وده کي  ورسره مرسته نه کوي

نوموړي د دواب او نورګرام له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چي د ښوونیز بهیر په وده کښي دي ورسره مرسته وکړي

د دوابي ولسوال فدا محمد امین هم ستونزي مني خو د ولسونو ونډه او همکاري مهمه بولي دده په خبره چي د نورستان ولایتي او مرکزي اداري سره ددي ولسوالیو د خلکو ستونزي شریکوي خو ولسونه باید ښوونیز بهیر په وده کښي ورسره مرسته وکړي

په داسي حال کي د دوابي او نورګرام قومي مشران ښوونیز بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي چي په نورستان کي طالبان د معارف او روغتیا ډلو ملاتړ کوي

او اولسونه وايي چي دولت ته دا بهانه نه ده پاتي چي ګواګي په ځینو سیمو کښي دوي د نا امني له امله کارونه نه شي کولاي

زرداد شینواری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x