افغانستان

د زابل د عدليې رئیس دنده ځنډول شوې – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه ، لړم ۱ ۱۳۹۵ل): د زابل چارواکي وايي چې د عدلیې رئیس دنده ځنډول شوې او موضوع یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

د زابل ولایت د عدلیې رئيس ګلاب محمد خطیر وروسته تر هغه پر فیسبوک مشهور شو کله چې نوموړي د خپل یوه ځوان مامور څخه د جنسي اړیکو غوښتنه کوله او هغه ځیني ویډیو کوله. دغه ویډیو وروسته پر فیسبوک خپره شوه او د ګلاب محمد خطیر جنسي غوښتنه ډنډوره شوه.

نوموړی په ویډیو کې ځوان مامور ته وايي چې پنځه سوه کالداري به ورکړي چې د نوموړي په وینا ۳۰۰ افغانی جوړیږي او وعده ورکوي چې د ۵۰۰۰ میاشتني معاش سربېره به کله نا کله ورسره مالي مرسته هم کوي.

بل خوا ګلاب محمد خطیر وايي چې دی په غوږو سم نه اوري، دغه ویډیو د هلک له لوري جعلې جوړه شوې او نشر ته سپارل شوې.

نوموړی وایی چې په زابل ولایت کې د ځمکو د غاصبینو او مافیا پر ضد مي کلکه مبارزه کړې، ځکه هغوی ماته دا دسیسه جوړه کړه او غواړي چې ما له دندې ګوښه کړي.

خطیر ویلي چې د خپل حیثیت د اعادې په خاطر به عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي.

په ولسي جرګه کې پر یادي ویډیو او موضوع باندي بحث وشو او د کابل وکیلي شینکۍ کړوخېل وویل چې نوموړی رئیس باید له دندي ګوښه کړل شي او څارنوالۍ ته ور وپيژندل شي.

باید وویل شي چې د افغانستان په عدلیه او قضايي سیسټم کې رشوت، فساد او جنسي بې لاریتوب تر اندازې زیات دی چې له امله یې ولسي وګړي محکمو ته د تللو پر ځای خپلي ستونزي په خپله هواروي او یا د طالبانو محکمو ته رجوع کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x