افغانستان

په غور کې داعش وسلوالو ۳۶ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت چارواکو نن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې داسلامي دولت ډلي (داعش) وسلوالو ۳۶ ولسي وګړي تر برمته کولو ورسته په ډزو وژلي دي.

د راپورنو سره سم پيښه د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروز کوه په نامه سیمه کې تیره شپه را منځته شوې ده.

د غور والي رسنیو ته ویلي چې داعش وسلوالو پر کلي برید وکړ چې د امنیتی ځواکونو او د سیمي د خلکو د مقاومت سره مخ شو، په جګړه کې د ملا فاروق په نوم د داعش قومندان او د یوه بل قومندان زوی ووژل شو او زیاته کړې کله چې داعش وسلوال له ماتي سره مخ شول په باغونو کې په کار بوخت ولسي وګړي یې را ټول کړه او ټول یې پر یوه ځای ووژل.

ددې تر مخه داعش وسلوال په ننګرهار کې د ولسي وګړو پر خلاف ورته قتلونه تر سره کړي خو دا لومړی ځل دی چې په غور ولایت کې په داسي قتلونو سره خپل وجود ثابتوي.

بل خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د غور د فیروز کوه په پيښه کې ددوی جنګیالي لاس نه لري او په دې اړه به جدي څیړنه وکړي.

باید وویل شي چې طالبانو ددې تر مخه په هلمند، هرات، فراه، ننګرهار او زابل ولایت کې د داعش وسلوالو پر ضد عملیات کړي او په دغه ولایتونو کې د هغوی ډلګۍ له منځه وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x