شعـــــرونه

نعتیه کلام/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

نن به ورځم په لوڅو پښو تر جانان
په چیغو چیغو سترګو سرو تر جانان

ما یې دیدار ته دومره صبر کړی
ورځم په خار او په ازغو تر جانان

هجر یې سوی یم بې ؤره زه نن
ځمه د هجر په لمبو تر جانان

ربه ما یوسه د رحمت په غیږ کې
په خپل قدرت د رحمتو تر جانان

دا ګلستان دلته خزان وهلی
یم ور روان د بهارو تر جانان

ددې جهان په مخ ثاني نه لري
ربه ما بوزه د شغلو تر جانان

ورته دي قدر ستر عزت بښلی
ځمه فتحان د عظمتو تر جانان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x