نظــر

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې، ټرمپ به بريالي شي او که هيلري ميدان وړي؟

محمد اسماعيل زاهد

د امريکا د جمهوري رياست ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د نومبر په اتم تاريخ به د امريکا اولس د دواړو نوماندو تر منځه د يوه نوماند انتخاب کوي .

تازه انتخابي احصائې ښيي چې د ډيموکراټ ګوند نومانده ميرمن هيلري کلنټن د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ نه مخکښې ده خو د دي برعکس ډونلډ ټرمپ په  يو ټويټري پيغام کښي ليکي چي هغه په دغه سروې باور نه لري او ډير زر به يي خلک د انتخابي احصايو د ماتونکي په نوم ياد کړي .

هيلري کلنټن وايي چه امريکايان داسي اولسمشر غواړي چې دوي ته پاملرنه اوکړي او دوي ته غوږ ونيسي او زه هم غواړم چې يوه داسې اولسمشره شم .

ټرمپ غواړي چې په بانکي نظام کښي نوي اصلاحات راولي  چي د سوداګرۍ او کاروبار په لارو کښې خنډونه ختم شي د دي تر څنګ ښاغلي ټرمپ غواړي چې د امريکا په سرحد باندي د ميکسيکو سره امنيتي ديوال جوړ کړي تر څو د غير قانوني کډوالو مخه ونيول شي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ته څه موده مخکې يو شمير مشکلات هغه وخت پيښ شول چي د يو شمير ښځو لخوا په ده باندي د لاس اچولو او ناوړه جنسي چلند تورونه ولګيدل او يوه داسې ويډيو هم افشاء شوه چې ورکښي د ده لخوا د ښځو په اړه فحش خبرې شوی وې . ښاغلي ټرمپ د دغې ويډيو په اړوند د امريکايي اولس نه بښنه وغوښته او زياته يي کړه چې په دغو خبرو ستومانه يم او څوک چې ما له نږدې پيژني هغوي پوهيږي چې دغه ويډيويي خبري زما د شخصيت عکاسي نه کوي او د يو شمير ښځو تورونه يي هم درواغ وبلل او زياته ئي کړه چي د دغه تورونو تر شا سياست , شهرت او مالي مقصدونه دي .

اوسني اولسمشر اوباما چي د ميرمن کلنټن لپاره انتخابي کمپاين کوي د جمهوري پالو په مشر تابه غږ اوکړ چې د ټرمپ د ملاتړ نه لاس واخلي ځکه چې د ښځو په اړه د ټرمپ د ناوړه څرګندونو وروسته دا خبره د منطق خلاف ده چې د ده ملاتړ وشي .

د امريکې د مشرانو جرګې (House of representatives gone) رئيس او د جمهوري غوښتونکي ګوند اهم غړي پال رائن په شمول د دغه ګوند د ديرشو په شا او خوا کښي سناتورانو ويلي چې ټرمپ ته رايه نه ورکوي خو ټرمپ بيا پال رائن خائن او نا اهله وباله او وئي ويل چې د ده زما ملګرتيا نه کول دومره اهمه خبره نه ده .

د جمهور رئيس اوباما ميرمن ميشل اوباما په هيمشائر کښي د يوې غونډې په ترڅ کښي د ښځو په باره کښې د
ټرمپ دغه ډول څرګندونې د ښځو د تذليل او نفرت نه ډک عمل وباله.

د ډونالډ ټرمپ ميرمن ميلانيا ټرمپ د خپل خاوند نه په دفاع کښې اوويل چې ټرمپ يو نيک زړۍ او ښه انسان دي او په ده لګيدلي تورونه ئي درواغ وبلل.

د اولسمشرې لپاره په دري واړه تر سره شوؤ بحثونو کښي دواړو کانديدانو يو بل په درواغو تورن کړل او يو بل ئي د جمهوري رياست لپاره نا اهله او نامناسبه کسان وبلل .

هيلري  اوويل چې په ټرمپ صرف د ښځو په وجه تنقيد نه کوي . د کډوالو , مسلمانانو او نورو لږه کيو په اړوند هم د ټرمپ د پاليسيو مخالفه ده .

ښاغلي ټرمپ هيلري کلنټن او ډيموکراتان د داعش زيږونکي بولي . د دي اثر د ختمولو لپاره شايد اوباما پلان ولري چې په راتلونکو څو ورځو کښې په داعش سخت بريدونه تر سره کړي . کارپوهان په دي باور دي چې د موصل د عملياتو نتيجه که هر څه وي خو د امريکا د جمهور رئيس يا جمهور رئيسې په تګلاري به ډيره اغيزه ولري .

ډونلډ ټرمپ د ټاکنو د پايلو د منلو يا نه منلو په اړه د څرګند ځواب نه ويلو هم ډير خلک انديښمن کړيدي. دا پوښتنې به نږدي راتلونکي وخت ته پريږدو چې ايا د انتخابي احصايو برعکس ډونالډ ټرمپ بريالي کيږي يا هيلري کلنټن ميدان وړي او دا پوښتنه هم لا په ځاي پاتې ده چي د هيلري د بريا په صورت کښي به ټرمپ د دغو ټاکنو پايلې اومني که يا .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی څیړنو له مخی دواړه د جمهوری ریاست د پاره دواړه نوماندان د جمهوری ریاست څه چه د یوی حکومتی دندی د تر سره کولو اهلیت هم نه لری ترمپ خو سربیره پردی چه دولس کاله یی مالیه نه ورکولو کی درغلی کړی او د هغه درغلیو د قانونی کولو د باره یی نوری او نوری درغلی کړی ، ټرمپ په خپله خوله د امریکا د دریم لوی اقلیت ( مسلمانانو ) مخالفت او توهین کوی ، د امریکا د ښځو چه د امریکا نیمه برخه جوړوی مخالف او توهین کړی او حتی په جنسی تیریو تورن دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x