نظــر

په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د ځان وژونکو شمېر له وژل شويو زیات دی

18-Vets-a-day-300x164ډېر شمېر امريکايي عسکر د ماموريت پر مهال او خپل هيواد ته له ستنيدو وروسته د رواني مرض له امله ځان وژنې کوي او خپل عادي ژوند کول ورته ستونزمن، بلکې ناشونی وي. دا خبر په داسې حال کې راغلی دی چې رواني ستونزې په امریکايي عسکرو کې يو عام مرض ګرځيدلی او ډېری دغه پوځيان خپل هیواد ته له ستنيدو وروسته عادي ژوند ته مخه نشي کولای.

د بهرنيو عسکرو د رواني ستونزو لاملونه

د امريکايي او ناټو عسکر د ځان وژنې مهم لاملونه د چاودنو درانه اوازونه، د عامو خلکو وژل او خپل ژوند تل په خطر کې لیدل دي.
دا ځکه چې بهرني عسکر په دې پوهيږي چې په افغانستان

کې يې ژوند عبس تېريږي او راتلونکی يې ورته تياره ښکاري او په افغانستان ورته ځان د بې ګناه خلکو قاتل او خپل ځان هم تل د مرګ په درشل کې ښکاري.

په افغانستان کې د امريکايي عسکرو دنده د بشري حقونو پر خلاف جګړه، چې هيڅ سالم عقل يې نشي زغملی؛ د دغې جګړې دوام به د امريکايي عسکرو لپاره څه پيغام ولري؟

په افغانستان کې د امريکا جګړه د دې هيواد په تاريخ کې تر ټول اوږده جګړه ده او د افغانانو په نظر دغې جګړې يوازې د عامو افغانانو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی او تل د دې جګړې قربانیان عام ولسي وګړي وي.

د وسلوالو طالبانو زور ورځ تر بلې زیاتيږي او د افغانستان ډېره برخه ځمکه د دوی تر ولکې لاندې ده؛ نو امريکا په تېرو دولسو کالو کې کومه لاسته راوړنه کړې ده.

په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د رواني ستونزو تر ټولو ستر لامل هغه درنې چاودنې دي چې، د وسلوالو طالبانو له لوري پر دوی کيږي.

يو افغان چې د يوې چاودنې غږ يې له نزدې اوريدلی و فارس خبري اژانس ته ويلي چې د چاودنې د غږ له اوريدو نیم ساعت بې هوښه وم او له رواني پلو څو ورځې وروسته هم د خپل عادي حالت نه و راغلی. فارس خبري اژانس د دغه افغان په اړه وايي چې دی د چاونې ځای ته ډېر نزدې هم نه و چې دومره سخته ضربه يې خوړلې وه او هغه امریکايي عسکر چې د چاودنې اصلي هدف وي،د هغه به څه حال وي.

يو افغان ارواه پوه زمان رجبي چې د امریکا له یوه پوهنتونه فارغ دی، وايي چې، له خپل کوره لريوالی، هره ګړۍ د چاودنو اوازونه اوريدل او هره لحظه د مرګ له وېرې وارخطايي او په جګړه کې د وسلوالو برتري د امریکايي عسکرو د ځان وژنې او رواني مرضونو تر ټولو عمده لامولونه دي.

په دې وروستیو کې بي بي سي د څلورو کاناډايي عسکرو د ځان وژنې په اړه ويلي و چې خپل هيواد له ګرځيدو ورسته يې ځانونه وژلي دي.

امریکايي ليکوال ويسټر ګریفین ټارټلي وايي چې امريکايي عسکر له اوږدې مودې راهیسې د جګړې په ډګر کې دي او له ډېرو وجهو د رواني مرضونو ښکار دي. روحيه يې کمزورې کيږي او همدا روحي کمزوري يې په ټولنیز ژوند ناوړه اغيزې کوي.

افغان ولس د بهرنیو عسکرو د رواني مرضونو قربانیان دي

په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو له عملیاتو ښکاري چې په جګړه کې و سلوالو طالبانو سره د مقابلې توان نه لري، له همدې امله خپل ټول زور د عام ولس پر خلاف کاروي. د امريکايي عسکرو د رواني مشکلاتو له امله په زرګونو عام افغانان د دوی پر لاسونو قتل شوي دي. تېر کال په افغانستان کې د امريکايي عسکرو له لاسه په لسګونو عام افغانان ووژل شول.

رابرت بیلز د رواني مرضونو ښکاره نښه ده

رابرټ بېلز هغه امريکايي عسکر دی چې په افغانستان کې يې د جګړې وروسته خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی او په رواني مرض اخته شوی دی.

ده دوه کاله وړاندې د کندهار په پنحوايي ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ۱۶ کسان د شپې په چاپه کې شهیدان کړل.

خفګان او زړه خوړل

د رابرت بېلز وکيلان وايي چې موکل يې درې ځله په عراق او يو وار په افغانستان کې له جګړيزې دندې وروسته په رواني مرض اخته شوی.

ځان وژنه او په نشيي توکو روږديدا د امريکايي عسکرو په اړه کوم نوی خبر نه دی. د ویتنام د جګړې پر مهال د اويايمې لسيزې په کلونو کې په امريکايي عسکرو د رواني مرضونو کچه ډېره زیاته وه.

د عسکرو د بیرته را ګرځيدو وزارت يوه سروې کې وايي چې دویتنام له جګړې له راستانه شویو عسکرو ۳۰٪ او د خلیج له جګړې ۱۰٪ او د افغانستان او عراق له جګړې ۲۰٪ را ستانه شوي پوځيان په ذهني مرضونو اخته دي.

د ځان وژونکو عسکرو شمېر له وژل شوي عسکرو ډېر دی

د امريکايي حکومت له ټولو کوښښونو سربیره تر اوسه پر دې نه دي توانيدلي چې په پوځ کې د ځان وژنې مخه ونیسي.

هر کال ۳۵۰۰ امريکايي عسکر ځان وژنه کوي او دا شمېر له هغه عسکرو زیات دی چې د جګړې په ډګر کې وژل کيږي.

په ۲۰۱۲ کې د ځان وژونکو عسکرو شمېر له هغو عسکرو زیات دی چې په جګړه کې وژل شوي دي.

په ۲۰۱۱ کې ۳۱۲ امريکايي عسکر وژل شوي دي او ۳۲۵ امريکايي عسکرو ځان وژنه کړې ده.

د بشري حقونو د مدافعانو يوې ډلې ويلي چې په ۲۰۱۳ کې ۱۶۱ امريکايي عسکرو انتحار کړی دی.د دوی په وينا په هر اتلسو ساعتونو کې يو امريکايي عسکر ځان وژني.Suicide2

د امريکايي عسکرو د انتحار د لاملونو لنډیز

۱ – د خپلو پوځيانو په اړوند د امريکايي چارواکو بې غوري.

۲ – د یو زیات شمېر عسکرو د ځان وژنې لامل د دوی پر لاسونو د عام ولس وژل او ځورول ښودل شوي دي.

۳ – رواني ستونزې او ذهني ټکانونه چې د جګړې او جراحي پر مهال دې عسکرو ته پېښيږي.

۴ – په عراق او افغانستان کې د درونو چاودنو اوازونه.

۵ – هر وخت خپل ځان د مرګ په درشل کې لیدل.

ډېری امريکايي عسکر د خپل مجهول راتلونکي په اړه هم انديښمن وي. د ۲۰۱۲ سروې وايي چې ۲۶ زره هغه امريکايي عسکر په افغانستان او عراق کې جنګيدلي؛ خپلو ښځو پريښي او کيدای شي دغه شمېره اوس دوه چنده شوي وي.

او لس زره پنځه سوه پخواني پوځيان په واټونو، جادوو اوموقتي کورونو کې ژوند کوي. دا په داسې حال کې چې، که په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو موده پراخه او امنيتي تړون لاسلیک شو، دې سره به د عام ولس تلفات نور هم زیات شي او د امريکايي عسکرو ذهنې او رواني حالت به نور هم له جدي ستونزو اوخطرونو سره مخ شي.

 

سرچينه: فارس نیوز

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x