دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۸برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

مونټی ګومری واټ(Montgomery Watt) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

په ټول لویدیځ کې له محمد صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل څوک داسې نه دی ستایل شوی، لکه څومره چې محمد صلی الله علیه وسلم ستایل شوی دی،  دا ځکه چې خپل ټول مشکلات یې حل کړل، د سترو اخلاقو څښتن ؤ، ټول پیروان یې بې حده احترام او عزت کوي، نو په دې اساس ویلای شم چې له هغه څخه بل ستر انسان نشته.

په حضرت محمدصلی الله علیه وسلم کې څو ځانګړتیاوې وې:

۱- وحې ورته کیده، داسې حالات یې بیانول چې یا به تېر شوي وو او یا به راتلونکې وو، یا به څوک په خبر نه وو او یا به نه په پوهېدل.

۲- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دعقل او سیاست خاوند ؤ، چې هرڅه یې له قرآنه اخیسته، سیاسي قوانین یې جوړول، سیاسي ستراتیژۍ یې جوړوله، دژوند په هره شعبه کې یې ښه پلانونه درلودل.

۳- دده مهارت او اداري تدبیر نه هېرېدونکی دی، اداري نظم او نسق یې داسې ؤ، چې کله ده رحلت وکړ، د ده پلویانو له ده امپراطوري پراخه کړه او په چټکۍ سره یې اوازونه تر ډېرو لیرو سیمو پورې ورسېدل، د هغه صلی الله علیه وسلم په څير داسې لویه کامیابي په تاریخ چا لاسته نه ده راوړې. ، د تبت روحاني مشر او د نوبل جايزې گټـــونكى (دلايـلاما) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

زه د اسلام پېغمبر د انساني تاريخ په سترو شخصيتونو كې شمېرم، د هغه لارښوونې د هدايت ډېوه ده. زما اسلامي امت ته دا پيغام دی چې د هغه د لارښوونو پيروي وكړي. هيله لرم چې د نړۍ پر مخ په يوه هيواد كې د اسلام له ښوونو سره سم نظام رامنځ ته شي، كه داسې وشي، نو ډاډه یم چې دغه ملك به د دنيا پر مخ مثالي هيواد وي .

جيمز اې مشنر د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم یو الهامي پېغمبر دی، هغه د اسلام خښته کښېښودله، هغه په عربو کې په ۵۷۰ میلادي کال کې یې دنیا ته سترګې وغړولې، هغه په داسې قوم کې پیدا شو، چې د بتانو عبادت یې کاوه، ده تل د بې وزلو، یتیمانو او بې کسو او غلامانو سره مینه درلوده، په ۲۰ کلنۍ کې تاجر شو او د یوې شتمنې ښځې د اوښانو د کاروان مشري ور په غاړه شوه، کله چې دی ۲۵ کلنۍ ته ورسیده؛ دده ښېګڼه، اخلاق او صداقت خدیجه بنت خویلد ولیدل او واده یې ورسره وکړ، که څه هم هغه ښځه له ده څخه ۱۵ کاله مشره وه.

کله چې د نورو پیغمبرانو په څېر ده ته ملائکه راغله، نو ده ته یې وویل چې ووایه! داچې ده لوستل او لیکل نشو کولی؛ نو ځکه یې هغه ایاتونه چې ملائکې ورته ویل، محمد صلی الله علیه وسلم ورسره تکرارول.

د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ټوله ژوند په ژور ډول سره عملي ژوند ؤ، د بېلګې په ډول سره، کله چې دده زوی حضرت ابراهیم وفات شو او په هغه ورځ باندې لمر تور شو؛ خلکو داسې ګمان کاوه چې لمر د ده زوی د مړینې له کبله داسې شوی دی ، کله چې دی صلی ا لله علیه وسلم خبر شو نو ویې فرمایل:  خبردار! دا یوه طبعي پیښه ده او چې هر څوک دا فکر کوي، چې د یو انسان د مرګ په سبب لمر تور شوی دی، هغه بې عقل دی.

هغه څوک چې دده د رحلت وروسته د ده ځای ناستی شو، یوه تاریخي خبره یې وکړه: (که د محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کوئ؛ هغه مړشو  او که د خدای عبادت کوئ؛ هغه ژوندی دی.)
نور بیا…

پایلیکونه:   Rev. Bosworth Smith, Mohammed and Mohammadanism, London 1874, p. 92:

Annie Besant, The Life and Teachings of Muhammad, Madras 1932, p. 4:

(Muhammad at Madinah pp 334-5):

Montgomery Watt, Mohammad at Mecca, Oxford 1953, p. 52:

The Prophet of Islam in the eyes of Non-Muslims: p,25
James A. Michener, ‘Islam: The Misunderstood Religion’ in Reader’s Digest (American Edition),
May 1955, pp. 68-70:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x