نظــر

نومیالي دې چې یادیږي، شهیدحکیم الله محسود (۱)

Hakimullah-shooting-450x269حکیم الله محسود په ۱۹۷۹ز کال د جنوبي وزیرستان په کوټکی کلي کې وزیږید. کوټکی د نوموړي پلرنی کلی دی، په ژمي کې دده کورنۍ د جنوبي وزیرستان بدر نومې سیمې کې اوسیدل.ابتدايي زده کړې يې د خپل کلي په یوې دیني مدرسې کې حاصلې کړې ددې تر څنګ يې عصري علوم هم زده کول. په دې مدرسه کې نوموړي ناظره قرآن کریم او تر دوهمې درجې پورې دیني درسونه هم وویل. همداز تر نهم صنف پورې يې عصري زده کړې هم حاصل کړې. له دې وروسته د دیني تعلیم د حاصلولو لپاره فیصل آباد ته ولاړ او هلته يې په جامعه امینیه کې شامل شو، محسود تر څه مودې پورې دلته زده کړې کولې. 

د یو څه وخت وروسته يې د فیصل آباد مدرسه پريښودله او هنګو ولسوالۍ کې د مولانا محمد امین اورکزي سره مېشت شو او دده سره يې سبقونه پیل کړل، بیا په ډیره اسماعیل خان کې د مولانا فضل الرحمن په یوې مدرسې کې شامل شو او بالآخره شهید محسود د علم د حاصلولو لپاره آخر صوابۍ ته ولاړ.

د سبقونو په وخت کې يې غوښتل چې افغانستان ته ولاړ شي او د طالبانو په صفونو کې شامل شي خو دا چې د امیرالمؤمنین لخوا په کلکه ددې منع شوې وه چې طالبان دې بې ګیرو کسان په لیکو کې نه پريږدي، نو د شهید محسود دا ارمان هغه مهال پوره نشو.
د سبقونو په وخت کې همدا ډول هغه تنظیمونو چې په کشمیر کې جهاد کوي نوموړي ته دعوت ورکړ، څو دوی سره ټریننګ وکړي او بیا د تربیت او ټریننګ وروسته کشمیر کې د هندي پوځ په ضد وجنګیږي.

شهید محسود د احیاء خلافت مجلې ته بیا ویلي و، چې هغه وخت مې په ذهن کې دا ګرځېدل، که فرض کړه موږ کشمیر ته لاړ شو او کشمیر آزاد شي نو هلته به بیا پاکستان نظام وي، چې یو غیر اسلامي نظام دی نو زموږ مبارزه چې د اسلامي نظام لپاره يې کوو نه پوره کیږي، پاکستان په کشمير کې د اسلام لپاره نه، د ځمکې او د کشمیر لپاره جنګیږي.

له همدې امله شهید محسود د کشمیر په جهاد کې ګډون ونکړ.

شهید محسود لا زده کړې کولې چې د ستمبر د۱۱مې پېښه رامنځته شوه او بیا امریکا د اسلامي امارت د پرځولو لپاره په افغانستان برید وکړ. تر دې مهال د شهید محسود د ګیرې خط لا نه و راغلی خو د جهاد سره له کچې زیات مینې له امله يې درسونو سره خدای پاماني وکړه او د هغو مهاجرینو چې دده سیمې ته يې هجرت کړی و، په خدمت کې لګیا شو. د افغانستان څخه زیات شمېر افغانانو او بهرني مجاهدینو وزیرستان ته هجرت وکړ. شهید محسود د خپلو نورو ملګرو سره دې مهاجرینو ته کورونه لټول او ددوی نور اړتیاوې یې پوره کولې، په دوی کې زیاتره هغه کسان و چې یا خو وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شول، یا شهیدان شول او یا هم اوسمهال د جهاد په ګرمو سنګرونو کې په جهاد بوخت دي.

په افغانستان د امریکا د برید وروسته د شپږ اوو میاشتو وروسته چې په صلیبيانو د مجاهدینو چریکي بریدونه پیل شول، شهید بیت الله محسود په ابتدايي جګړو کې په خوست کې سختې جګړې وکړې نو د مولانا معراج الدین په مشوره د محسودو قبایلو مجاهدینو نوموړی بحیث امیر وټاکلو. بیت الله محسود د امارت د سنبالولو وروسته په خوست کې د امریکايي او افغان ځواکونو خلاف جګړې پیل کړې. شهید بیت الله محسود تر دوو کلونو پورې په صلیبي ځواکونو او ددوی د غلامونو خلاف جهاد کې شخصا په خپله ګډون کاوه. د بیت الله محسود د مشر کیدلو وروسته شهید حکیم الله محسود په جهاد کې پوره برخه واخیسته، نوموړي په سرحدي پوستو بریدونو کې برخه واخیستله. خوست، پکتیا، پکتیکا، کنړ او ننګرهار په سرحدي پوستو بریدونو کې نوموړي ډیر اهم کردار ادا کړ. شهید محسود له دې وروسته د افغانستان دننه تشکیلات پیل کړل.

شهید محسود د مجاهدینو لومړی تشکیل د بیرمل سیمې ته ولیږلو، مجاهدینو دلته په ورځو ورځو د امریکايي قافلو انتظار کاوه، شهید حکیم الله محسود د نورو مجاهدینو سره د منګړتی او رخا نومې سیمو کې شاوخوا یوه میاشت تېره کړه، بیا له دې ځایه هلمند ته ولیږل شو، په هلمند کې شهید ملا دادالله او شهید عبدالمنان زیات شمېر ملګري موجود وه، د هلمند مجاهدینو مسئول ملا مشر و.

شهید محسود په هلمند کې ۲ میاشتې تېرې کړې، په دې دوه میاشتو کې نوموړي د شهید عبدالله محسود سره لیده کاته وشول، شهید عبدالله محسود او شهید حکیم الله محسود دواړه په سنګر کې سره ډیره خواږه ملګري شول، بیا دواړو په ګډه وزیرستان ته د ستنېدلو پریکړه وکړه، دغه مهال پاکستاني رسنیو کې دا خبر ډیر په شد و مد خپور شو چې پاکستاني ځواکونو د شهید بیت الله محسود نېږدې ملګری حکیم الله محسود نیولی.

شهید حکیم الله محسود د خپل نیول کیدو د خبر اوریدلو وروسته پریکړه وکړه چې دی او شهید عبدالله محسود دې بېلابېل سفر وکړي. عبدالله محسود د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افتاب احمد خان شیرپاو په امر سره پاکستاني پوځ او پولیسو محاصره کړ او په پای کې يې په شهادت ورسولو. شهید حکیم الله محسود د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ ته لاړ او بیا له هغې ځایه کوټې، ژوب د لارې جنوبي وزیرستان ته ولاړ.

په ۲۰۰۴ز کال پاکستاني خاین حکومت جنوبي وزیرستان ته پوځونه ولیږل او هلته يې عملیات پیل کړه، پاکستاني پوځ ددغو عملیاتو دایره تر محسودو قبایلو پورې وغزوله، شهید حکیم الله محسود او دده امیر شهید بیت الله محسود د پاکستان حکومت او پوځ خلاف جهاد پیل کړ.

نور بیا…

ددې لیکنې اردو بڼه په صدای حق وېبپاڼه کې خپره شوې.

محمد خوګیاڼی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی د دوی قربانی خپل دربارکی قبوله او منظوره کړی ریښتیا هم چی دا دواړه ورونه ښه په میړانه هم د شیطانی امریکا د پوخ په ضد او هم د پاکستان غلام حکومت په ضد جهاد وکړ او خپل ځانونه یی د اسلام په لاره کی قربانی کړل له لوی خدای نه مو دا هیله ده چی دا د پاکستان توره او کرکجنه څیره دی نور ددی نړی نه ورکه کړی انشاالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x