دیني، سیرت او تاریخ

ادريس عليه السلام او د کفر او فساد پر ضد لومړنی پاڅون

عبدالمالک همت

لوی څښتن سبحانه فرمايلي دي:

﴿ وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (56) وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا (57)﴾ [ مريم ١٩ : ٥٦ ـ ٥٧ ] ژباړه: ۵۶. او (ای پيغمبره!) په دې کتاب(پر تا باندي نازل سوي دې قرآن) کي چي د ادريس (عليه السلام) په هکله کومه خبره سوې ده، (هغه هم خلکوته) ياده کړه، هغه ډېر رشتينی وو (او د خپل پالونکي نښانې يې هم رشتيا بللې) او د لوی څښتن له نبيانو څخه يو نبي وو.

۵۷. او د هغه يادونه موږ د نبوت په ورکولو سره لوړه کړې وه، نو د لوړي درجې خاوند کړی مو وو.

ادريس عليه السلام په بابل کي وزېږېد او هلته لوى سو. لومړى يې د شيث عليه السلام په علم او لارښوونه کړنه کول، کوم چي د آدم عليه السلام زوى او د ده د پلار د نيکه، نيکه وو. بيا چي لوى سو لوى څښتن د پيغمبرۍ او نبوت منصب ور وسپاره. په تفسير خازن، تفسيراللباب، معالم التنزيل او نورو کي وايي چي د قابيل د توکم يو شمېر وګړو د اور عبادت غوره کړى وو او په لهو لعب، ساز او سرود، شرابو، زنا او فساد او فحشاوو اخته سوي وه. له دې امله لوى څښتن حضرت ادريس عليه السلام تر حضرت آدم عليه السلام وروسته د خپل لومړنى پيغمبر (نبي) په توګه د وحيو سره ورواستاوه چي سمي لاري ته د قابيل د توکم او زامنو لارښوونه وکړي، له ګمراهۍ، کفر او د شيث او آدم عليهما السلام د شريعت له مخالفت او انحراف څخه يې را وګرځوي او د لوى څښتن عبادت، توبې او پښېمانۍ ته يې وبولي.

خو لکه چي تفاسير او نور کتابونه وايي ډېرو لږو کسانو د ده پيروي وکړه او اکثريت وګړي يې مخالف سول او د ده خبري يې ونه منلې. له دې امله حضرت ادريس عليه السلام د دوى سره د جګړې په تکل کي سو او په دې منظور يې وسلې جوړولو ته لاس واچاوه. په معالم التنزيل، خازن او روح المعاني تفسيرونو کي ليکي چي ادريس عليه السلام لومړى شخص دى چي په قلم يې ليک کښلى دى. دغه راز هغه لومړى شخص دى چي کالي يې وګنډل او د ګنډلو کالو اغوستل يې دود کړل او د لومړي ځل لپاره يې وسلي جوړي کړې او د کفارو سره په وجنګېدى. خو داسي ښکاري چي حضرت ادريس عليه السلام دوى سمي لاري ته راوانه ړولاى سول او بالاخره د هغو د مخالفتونو له امله اړ سو چي د خپلو لږو پيروانو سره له بابل څخه مصر ته مهاجر سي.

ادريس په مصر کي خلک د لوى څښتن توحيد، عدالت، نېکۍ او معروف ته بلل او له منکرو يې راګرځول. دغه راز هغه خلک د دين د دښمنانو سره جنګ او جهاد ته هڅول او لار ښوونه يې ورته کول چي د خپلو شتو زکاتونه بې وزلو ته ورکړي. لکه چي تفاسير وايي لوى څښتن تر ادريس عليه السلام وروسته دغه ټول ورک لاري د نوح عليه السلام د توپان پر مهال غرق کړل. (النبوت والانبياء ٢٢٣مخ او يو شمېر تفاسير ).

د مفسرينو عمومي مفکوره داده چي په بايبل کي چي د کوم ستر شخصيت نوم حنوک (Enoch) ښوول سوى دى، هغه ادريس عليه السلام دى.

د تلمود په اسرائيلي روايتونو کي د هغه حالات په زيات تفصيل سره راوړل سوي دي، چي لنډيز يې دادى: له حضرت نوح عليه السلام څخه دمخه چي کله په بنيادمانو کي فساد پيل سو نو د خداى فرښتې حنوک ته ، چي له خلکو څخه بېل يې روحاني ژوند تېراوه ، آواز وکړ چي :” اى حنوکه ! پاڅېږه له ګوښه کونج څخه ووزه او د مځکي په اوسېدونکو کي وګرځه راوګرځه ، هغو ته هغه لاره وښيه چي هغو ته ورباندي تلل په کار دي او هغه کړنلاري وروښيه چي په هغو باندي ورته عمل کول په کار دي“. د دغه امر له مخي هغه ووت او ځاى په ځاى يې خلک راغونډ کړل. حنوک تر ٣٥٣ کلونو پوري پر انساني نسل باندي حکمران پاته سو. د هغه حکومت د عدل او حق پالني حکومت وو. د هغه په زمانه کي د خداى پر مځکه باندي رحمتونه اورېدل. (The Talmud Selections, pp.18 -21)

پورتنۍ خبري د عېسويانو په يوه کتاب کي چي ”قديم آبائى بزرگ و انبياء کے سوانح حيات“ نوميږي هم په تفصيل سره ليکل سوي دي.

يادونه: ځيني عالمان وايي چي د نوح عليه السلام تر قوم دمخه نور خلک د آدم عليه السلام تر مهاله د فطرت د دين پابند وه او بې له لويه څښتنه يې د بل څه عبادت نه دى کړى، او تر نوح عليه السلام د مخه بل بېروونکي او رسول نه دى ور لېږل سوى. البته شيث، ادريس او آدم عليهم السلام انبيا وه، نه رسولان کوم چي وحي ورته سوي وي. په دې هکله دوى دا آيت دليل وړاندي کوي:

﴿ كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (213) ﴾ [ البقره ٢: ٢١٣]

ژباړه: (په پيل کي) ټول انسانان د يوه حق دين پيروان وه (يوه ډله او پر لوى څښتن باندي پر ايمان لرلو متفق او يوه خوله وه). خو بيا (چي دې وضعي دوام ونه کړ او په دين کي يې اختلافونه رامنځ ته کړل) نو الله پيغمبران ور ولېږل چي(د لوى څښتن دين ته بلونکي او د هغه اطاعت کوونکو او د حق پلويانوته د جنت) زېرى ورکوونکي وه او( باطل پال او کفار او ګنهکاران يې د دوږخ له اوره) بېرول او د هغو سره يې پر حق مشتمل کتابونه ولېږل، چي د خلکو په منځ کي د هغو خبرو په هکله پرېکړي وکړي چي هغو اختلاف پکښي درلود. او (د افسوس خبره داده چي د محمد صلى الله عليه وسلم او د هغه د کتاب په هکله) اختلاف هم تر څرګندو دلايلو وروسته بل چا نه، بلکي خپله هغو وګړو، د ظلم او حسد له مخي کاوه چي کتاب (تورات) ورلېږل سوى وو (او په هغه کي موجود دلايل او احکام هم ورته معلوم وه)، نو کومو کسانو چي ايمان راوړ، الله په خپل حکم (او فضل په اختلافي مسايلوکي) سمه (له باطل څخه د حق د بېلېدو) لار ور وښوول. او الله چي چا ته وغواړي سمه لار ورښيي.

او بل د حضرت ابن عباس رضي الله عنهما دا حديث دليل وړاندي کوي: »كان بين نوح وآدم عشرة قرون كلهم على شريعة من الحق ، فاختلفوا فبعث الله النبيين مبشرين ومنذرين «دغه حديث حاکم په المستدرك على الصحيحين کي په ٣٩٦٨شمېره روايت کړى دى او وايي چي صحيح دى، خو بخاري او مسلم نه دى روايت کړى.

ژباړه: د نوح او آدم عليهما السلام تر منځ لس پېړۍ واټن وو. او کومو خلکو چي په دغه زمانه کي ژوند کاوه ټول د حق دين او شريعت پابند وه. خو بيا يې وروسته اختلاف سره وکړ او لوى څښتن دوى ته زېرى کوونکي او بېروونکي نبيان ولېږل.

خو د آيت په هکله شهيد سيد قطب رحمة الله عليه په في ظلال القرآن کي ليکي: دا چي لومړى خلک يو امت وو دا درسته ده. د هغو يوه لار او يو تصور وو. خو دا د بشر د هغي لومړنۍ کوچنۍ مجموعې حالت ته اشاره ده چي د آدم او حوا عليهما السلام له کهول او اولادې څخه د هغو د تصوراتو او اعتقاداتو تر اختلافونو دمخه موجوده وه. په دې توګه قرآن کريم فرمايي چي انسانان له يوه اصله او له يوې کورني څخه دي کومه چي د آدم او حوا کورنۍ ده. خو بيا چي د دې کهول غړي ډېر سول او يوه خوا او بله خوا خپاره سول ،اختلافونه پکښي رامنځ ته سول. والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x