افغانستان

طالبانو د غور پيښه یوه قومي شخړه وبلله او خواشیني يې وښودله

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروزکوه د سیمي پيښه په اړه ویلي چې دوی سخت ټکان خوړلی او خواشیني شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پيښه تر ډیره د قومي اختلاف له وجي را منځته شوې.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د غور ولایت چارواکو داسي خبر ورکړی وو چې د مرکز اړوند د فیروزکوه په سیمه کې داعش وسلوالو د خپل قومندان او د هغه د ورور په انتقام کې ۳۶ ولسي وګړي ووژل.

ځینو نورو چارواکو بیا ویلي چې دغه کار د طالبانو دی چې طالبان یې په کلکه ردوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف په خپل خبرپاڼه کې د پيښي په اړه ویلي چې ځینو اختطافګرو او غلو لومړی درې شپانه ووژل او د هغوی پسونه یې له ځانه سره بیولي وه چې بیا وروسته دغه پيښه په یوه قومي شخړي واوښته او یاده مرګ ژوبله ورسیده.

نوموړي دا یو زړه بوږنونکې پيښه بللې او زیاته کړې چې ددوی په جنګیالیو پوري هیڅ تړاو نه لري.

قاري یوسف ویلي «اسلامي امارت په سیمه کې خپلو مجاهدینو او اړوندو ارګانونو ته امر کړی چې دغه غله او اختطاف ګر هرڅه ژر پيدا او ونيسي  چې د شریعت منګولو ته  وسپارل شي.»

باید وویل شي چې دوه کاله وړاندي هم د غور ولایت په مرکز کې د یوه مسافر وړونکي بس څخه د یوه قوم ۱۴ کسان کښته شوې وه او بیا وژل شوې وه چې هغه وخت هم چارواکو ویل چې دغه کسان د طالبانو له خوا وژل شوي خو طالبانو بیا ردول او پر پيښه یې د خواشیني ښودلو تر څنګ د تحقیقاتو او څیړنو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x