fbpx
two afghan men

برداشت او یو بل زغمل

وایې فیل او زمری دځنګله ترټولو پیاوړي ځناور دي، کله چې زمری اوفیل په ځنګله کې په مخه سره ورشي په یوه بل کار نلري اوهر یو خپله لاره وهي، ځکه الله جل جلاله دهغو دواړو په فطرت کې د برداشت او یوه بل زغملو ځواک ایښی ده، او که داسي نه وی په ځنګله کې به د فیلانو او زمریانو جګړو حالت خراب کړی و او تر ټولو زیات تاوان به همدوی ته رسیده.

همدا د برداشت او یوه بل زغملو ځواک الله جل جلاله انسان ته هم ورکړی، انسان کولی شي یوبل وزغمي، په نړې کې موږ وینو دانسانانو پریمانه توکمونه ګډ ژوند سره کوي او دا ژوند دسولې په فصا کې ترسره کوي، ځکه هغوی یوبل زغملي دي او دزغم او برداشت په برکت ګډ کارونه سره کوي او د ژوند په مختلفو برخوکې یې پریمانه بریاوې ترلاسه کړې دي او لاهم لګیا دي دبریالیتوب په لور ګامونه اخلي.

د یوه بل د زغملو او برداشت لویه ګټه داده چې خلک کار او عمل ته خلاص وي او په ډاډه زړه د ژوند په چارو بوخت وي، ځکه که برداشت، زغم او یوبل منل نه وي نو حتما به شخړې او جګړې رامنځته کیږې او شخړې او جګړې په خپله خورا سخت کار ده دومره سخت چې بل یو ډول کار هم نشې ورسره کیدلی، لنډه دا چې د برداشت فقر، دیوه بل نه منل او نه زغمل انسان د ژوند او اخرت له ټولو کارونو اچوي.

موږ افغانان که ځانونه زمریان بولو باید دا زمری توب په خاصو حالاتو پوري محدود کړو یعني دخارجي یرغل په مهال په دښمن باندي د زمري په څیر بلوسل او برید کول، اوکه چرته خارجي دښمن نه و او موږ خپل سره پاته شو نو بیا خو باید دزمري او فیل په څیر دیوه بل منل او زغمل زده کړو، د یوه بل له وژلو او تخریبولو لاس واخلو او دنړۍ دنورو انسانانو په څیر ګډ ژوند وکړو.

موږ څوکلونه وړاندي د روسانو له وتلو وروسته په خپلوکې دیوه بل په مریو وغریدو او پریمانه وینه مو وبهوله، که اوس موجوده یرغل ګر خدای ورک کړي موږ به سره پاته شو او دتیرو تجربو په رڼاکې که راتلونکی وختونه ارزیابي کړو چې بیابه مو هغه حال وي نو دا ځل به خدای مکړه یو ملت نشو پاته داځل به مو بې رحمه ګاونډیان سره بیلوي، داځل به دکردیانو او کشمیریانو په څیر څو ټوټې کیږو او هره ټوټه به دپردیو ترواک لاندي راځي. الله دي نه کړي، الله دي نه کړي. لاسمح الله، لاسمح الله.

کالم: نښتر

نعمان منلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د