نظــر

کوکنار په ارگ کې! – ډاکټر ځلاند

ډاکترځلاند

سعودي عربستان ورځ تر بلې د خپلو ناسمو سیاستونو له امله په سیمه او نړۍ کې د انزوا او کاواکۍ لور ته روان دی. د خپلو بهرنیو سیاستونو د بیارغوني او تعریف په لټه کې دی. سعودي چې ویې نه شوای کولی د لبیا، سوریې، عراق او مصر په بدلونونو کې رغنده کردار ولوبوي، د خپلو ناسمو اټکلونو له مخې په سیمه کې ورځ تربلې یواځې کیږي، په وړاندې یې ایران د سوریي، یمن، عراق او حتی د مصر له کاواکۍ د ځان په ګټه لازمه استفاده کوي، له دې امله سعودې کوښښ پیل کړی چې د ایران د سیمه ییز سیاست د مهارولو Terror and Power Balance)) د ترهګرۍ او قدرت د توازن له تیوري څخه په ګټه اخیستنه په افغانستان کې نوي ایتلاف ته لار هواره کړي.

سعودي د افغان جهاد او سړې جګړې په اوږدو کې د امریکا او پاکستان د ناسمو سیاستونو کلک ملګری هیواد و، چې د پیترو ډالرو په مټ یې خپل ګڼ سیمه ییز سیاستونه د افغان مجهادینو په مټ ترسره کړل ـ د  خلیج په لومړۍ جګړه کې د مجاهدینو له ځواکه د عراق په ضد استفاده وکړه، د اذربایجان او دارنګه د بالکان د سیمې د تحولاتو په لړ کې د ځان په ګټه د مجاهدینو ګڼ جوړښتونه د ځان په ګټه تمام کړل، دارنګه یې د اسامه په لټه کې د مجاهدینو ګڼو مشرانو څخه د ځان په ګټه استفاده وکړه، د طالب د واکمنۍ په دوره کې د ایران په ضد د طالب ځواک څخه استفاده وکړه، د ایران د پان شیعیزم په ضد یې د پان وهابیزم نظریه پیاوړې کړه، خو په وروستیو کې د سیمې او نړۍ په تحولاتو کې څنګزن پاتې شو، له دې په ویره کې چې د عربو پسرلي سعودي ته لار پیدا نه کړي او په دې توګه د سعود د کورنۍ پاچاهي له واک څخه کوزه نه کړي، له دې امله د سیمې تحولات او خپل لومړیتوبونه ترې په سیمه کې د ایران په لمن کې وغورځیدل.

ایران په افغانستان کې د شمالي ټلوالي نژدې ملاتړی هیواد دی، سره له دې چې شمالې ټلواله سني مذهبه مشران او کشران لري، خو د طالب د واکمنۍ په ضد او سعودي عربستان د اغیز څخه د تیښتې د پاره ایران دا اور سکروټه په ورغووي کې پټه نیولي ده، سعودي چې د امریکا په راتګ افغانستان ته د طالب له ملاتړ او همکارۍ څخه لاس واخیست، طالبان هم مجبوره شول چې د سعودي لومړیتوبونو ته شا کړي، د خپلو جګړه‌ییزو او سیاسي هلو ځلو د پاره نوي محورونه او ملاتړي په سیمه کې پیدا کړي، په دې وتوانید چې له ایران سره خپله اوږده تربګني هیره کړي او د نویو ستراتیژیکو اهدافو د پاره ګډ کار وکړي.

ایران ته په سیمه کې ترټولو ستر ګواښ د داعش خوځښت دی، ایران وکولی شول چې د عراق، یمن، سوریي او مصر د بدلونونو په ملاتړ په داعش دایره راتنګه کړي، داعش پرینږدي چې په ستر سرخوږ ایران ته بدل شي، له دې امله ایران اوس په دې اندیښنه کې دی چې داعش کیدی شي افغانستان ته لار پیدا کړي، د داعش وروستي حرکتونه د ایران د پاره د سور څراغ په مانا دي، له دې امله ایران په دې لټه کې دی چې د داعش د مخنیوي د پاره نه یواځې له طالب سره ګډه همکارۍ پیل کړي بلکې د هزاره او تاجک افغان مشرتابه په ډول کې بدلون راولي.

د روشنایۍ د حرکت تر شا د ایران لاس له همدې امله مهم دی چې ایران نور په محقق او خلیلي د سرمایه ګذارۍ څخه په تنګ راغلي، ځکه هغوي په سیمه کې د افغان حکومت (چې د امریکا ستراتیژیک ملاتړی دی) ملاتړ کوي، او ایران غواړي چې ولسي ځواک رامنځته کړي چې وکولای شي د داعش د پرمختګ او د افغانستان ـ امریکا د ستراتیژیک ملاتړ په خلاف وي.

د ایران د همدې نويو پرمختګونو له امله سعودي دا ښه وګڼله چې د جمعیت اسلامي (د شمال د ټلوالي) مخکښانو ـ عبدالله، عطا محمد نور او ګڼو نورو وړو او لویو استازو ته بلنه ورکړي. په سعودي کې د عبدالله او عطا تود هرکلی یواځې د سعودي د نوي سیاسي لوبې بیلګه ګڼلی شو، کنه سعودي له افغان حکومت سره وار دمخه ګڼو ناستو کې د همکارۍ او ګډو اهدافو د پاللو ژمنې کړي، ډاکتر غني سعودي ته په تیرو دوه کلنو کې درې سفرونه کړي چې کومه ځانګړې لاسته راوړنه یې نلرله.

د سعودي اغیز په افغان سوله کې له هغه وخته را کم شوی چې طالبانو خپل سیاسي دفتر په دوحه ـ قطر کې خلاص کړ، قطر له سعودي سره د عربو د مشرتابه په سر نوي رقابت ته رادانګلي چې تر ډیره بریده قطر د دې مشرتابه د سم سمي د پاره سنجیده ګامونه پورته کړي، له طالب چارواکو سره یې ښې او دوستانه اړیکې د دې لامل شوي، چې طالبان له سعودي څخه زیاته په قطر اتکا وکړي او په دې توګه په سوله او د طالبانو د لیکو په اوږدو کې د سعودي د اغیز رنګ تت او کمرنګه شي.

سعودي له افغان سولې سره نه بلکې له یوې نوي نیابتي جګړې او بې ثباتۍ سره مرسته کولی شي، د افغان خاورې څخه د ایران په خلاف د استفادې وړتیا تر لاسه کولی شي، که شمالي ټلواله د سعودي لازمه مرسته ترلاسه کړي کیدی شي د نوي ایتلاف له مخې پاکستان ـ سعودي او شمال ټلواله په افغانستان او سیمه کې د نويو جنګونو، ګډوډیو او بې ثباتیو سبب وګرځي. سعودي دا ځل لار غلطه کړي، سفر یې د ترکستان په لور پیل کړی.

ولسي جرګه او افغان روڼ اندې باید د ملي وحدت د سهامي شرکت د مشرانو ټولو هغو هلو ځلو ته پام وکړي چې کولی شي د افغانستان ثبات د سیمې د نويو بدلونونو او لوبو ښکار کړي او د دې مخه باید ډب کړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

سعودی عربستان کاملا اوس سمه لار غوره کړی . سعودی عربستان غواړی چی په افغانستان کی پښتانه او تاجیک او نور افغانی قومونه د ایران د صفوی رژیم او ددوی د ورځ تر بلی زیاتیدونکی فرهنګی ، عقیدوی او فکری یرغل په مقابل کی سره متحد کړی چی تر څو یو موټی افغانستان وکولی شی چی د صفوی فاشیزم په مقابل کی ودریږی . هو په هغه نوی افغانستان کی چی رامنځته کیدونکی دی هلته د هغو پښتنو لپاره چی د صفوی افکارو د تاثير لاندی دی ځای نشته . لومړی دا د لوسټوڼی ماران باید وځپل شی ځکه چی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سادات صاحب سلامونه می ومنه ! د سعودی د غلامانو به اړه کشکی ستاسی خبری عملی بڼه لرلی ، څومره چه اسلامی نړی د سعودی عیاشی او غلامی کورنی له امله د رکود سره مخ شوی او انګریزی یهودانو ته یی په پښو کی اچولی دومره لا د ایران یهودی اخونانو نه ده کمزوری کړی ، زه نه وایم چه ایران اسلامی نړی ته لویه بلا نه ده ، بلاخره شیعان دی همدا هیله تری کیږی دوی له اوله د یهودو تولید دی یهودانو رامنځته کړی ، روزلی او دمالی او نظامی پیرزونی لاندی نیولی ، همدا هیله تری کیږی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x