
ټولنیزه برخه
د ماشومانو د روزنې له پاره څو کرښې
غرڅنۍ ساهو
- لومړۍ ډالۍ لور ته ورکړئ.
- د ماشومانو سره ماشومانه لوبې وکړې.
- خپلو ماشومانو ته شخصیت ورکړې.
- ماشومانو ته په سلام ورکولو، هغوی ته شخصیت ورکوئ.
- خپل ماشوم ښکل کړې، په هر ځل ښکلولو د جنت یوه درجه لاسته راوړئ.
- د ماشوم په ماشومانه کارو مه خاندې او په کار یې ملنډې مه وهئ.
- د ماشوم سره په کړې وعده وفا وکړئ.
- ماشوم د ژړا په وخت کې مه رټئ، ښاییی ژړاه یې د خدای او رسول په وحدانیت شهادت وي.
- ماشومان مه رټئ،
- خپلو ماشومانو لپاره دعا وکړئ، په تېره بیا پلرونه.
- که ماشوم ته په کورنۍ که پاملرنه وشي او احترام ورته وشي، نو ډیر لږ به یې د مور او پلار له خبرو سر غړونه وکړي.
- ایمان په خپلو ماشومانو کې تقویت کړئ.
- ښه روزونکی هغه کس دی چې د ماشومانو غوښتې د سمې لارې نه پوره کوي نه دا چې ماشوم په کنځلو ورټي.
- ماشوم مه ډاروې؛ ډارول د ماشوم ښخصیت ورانوي او د ماشوم په رواني حالات کې اختلال مینځ ته راوړي.
- ناز ورکول او ښکلول يو ډول اروايي خواړه دي چې ماشوم ډیره ورته اړتیا لري.
- په ماشومانو تور مه لګوئ.
- د ماشومانو پوښتنو په وړاندې بې حوصلګي مه کوئ.
- د ماشوم استعداد او وړتیاوې وپېژنئ او ورته وېغوړوئ.
- د ماشومانو په مخ کې هیڅکله شخړه او کنځلې مه کوئ.
- خپلو ماشومانو ته قران کریم ور زده کړئ، ذهن یې روښانه کېږي.
- د پيسو په ورکولو کې ماشومانو سره خاص پام وکړئ، مه یې په بندوئ، مه یې په اوروئ.
- ماشومان له مرګ څخه مه ویروئ، د هغوی تر مخ مه وایې چې خدای دې ماته مرګ راکړي.
- د کتابو ویلو سره ماشومانو ته ښه مفاهیم او ښه اند هغوی ته ورکړئ.
- ماشوم په رښتیا ویللو عادت کړئ. په کور کې داسې کړنې وکړئ چې هغوی رښتیا ویلل زده کړي.
- دا ټولې کرښې هتله په ماشومانو اثر ښيندي، چې مور، پلار او د کورنۍ غړي یې تر سره کړي.