نظــر

د امريکا ټولټاکنې/ ګل اغا احمدي وردګ

ګل آغا احمدي وردګ

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټولټاکنې د ۲۰۱۶ مېلادي کال د نومبر د میاشتې په ۸ مه چې د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ د میاشتې له ۱۸ مې نېټې سره برابره ده، کېږي او د دې هېواد ۱۵۰ میلیون هغه وګړي به خپله رایه کاروي چې د رایه ورکولو وړ دي. د همدې ټولټاکنو په ترځ کې به د امریکا د متحده ایالاتو پنځه څلوېښتم ولسمشر یا ولسمشره انتخاب شي. د دې لپاره چې د امریکا په ټاکنیز سیستم یو ځغلنده نظر و لرو، ګران لوستونکې د خپلې دغې لیکنې لوستلو ته رابولم.

د امریکا د متحده ایالاتو د ټولټاکنو بهیر د نړۍ یو داسې اوږد او ستړي کوونکی بهیر دی چې د نړۍ په تاریخ کې ساری نه لري او ټوله پروسه یې نږدې یو کال دوام کوي ځکه لومړی په دې هېواد کې ګونډي او وروسته بیا عمومي ټولټاکنې کېږي. د امریکا د ټولټاکنو یو مهم اصل د دې هېواد په نظام کې د خلکو استازیتوب یقیني کول دي چې تر بل هر هېواد یې په امریکا کې انتخاباتي بهیر اوږد کړی دی. دغه ټولټاکنې د فدرالي دولت، ایالتي او محلي دولتونو په کچه صورت مومي او له ولسمشرۍ څخه نیولي آن د هوايي ډګرونو او ښوونځیو تر مسوولینو پورې دندې مشخصې کوي.

الکټرال کالج څه شی دی؟

د موجودو شمېرو له مخې په امریکا کې ټولټال ۵۰۰۰۰۰ دندې د ټولټاکنو له لارې توزیع کېږي چې ۵۳۷ دندې د مرکزي یا فدرالي دولت، ۸۰۰۰ د ایالتي دولتونو او ۴۹۱۴۶۳ دندې د محلي دولتونو په کچه دي. په فدرالي کچه د دې هېواد ولسمشر د ټولټاکنو د دوه مرحله ییز سیستم د لارې له یوې خوا د خلکو او له بلې خوا د هغو انتخاباتي هیئتونو له لوري د ۴ کلونو لپاره انتخاب کېږي چې (الیکټرال کالج) ورته ویل کېږي. د امریکا د کانګرېس استازي د دې هېواد مستقیمو رایو له لارې په مستقله توګه انتخابېږي چې د دې استازو د انتخاب بنسټ وګړي دي او د هرو ۵۷۰ تنو امریکایانو په سر یو تن کانګرېس ته د استازي په توګه لاره پیدا کوي چې ټولټال ۴۳۵ استازي کېږي. په داسې حال کې چې هر لوی او کوچنی ایالت حق لري چې په مشرانو جرګه کې دوه تنه استازي و لري نو له همدې کبله د دې هېواد په مشرانو جرګه کې د استازو شمېر ۱۰۰ تنه دی چې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د امریکا د متحده ایالاتو قضاییه قوه د دولت هغه رکن دی چې غړي یې په غیر مستقیمه توګه انتخاب کېږي چې په دې کې د فدرالي عالي محکمې ۹ تنه لوړ پوړي او د نورو محاکمو قاضیان د ولسمشر له خوا تر معرفي وروسته د مشرانو جرګې له لوري د باور رایه اخلي او د ټول عمر لپاره د قاضي په توګه ټاکل کېږي. د ایالتونو په کچه هم د ټولټاکنو ورته پروسه پلې کېږې په دې مانا چې د ایالتونو والیان د مجریه قوې د مسوول په حیث د ولسمشر په څېر د ۴ کلونو لپاره او د مجلسونو استازي یې د قانون جوړونکو په توګه انتخاب کېږي. د امریکا په انتخاباتي نظام کې د هر ایالت وګړي د ټولټاکنو په ورځ په یو وخت (کانګرېس، سنا او الکټرل کالج) کې له نورو ایالتونو څخه جدا استازي انتخابوي. د هر ایالت د الکټرال کالج شمېر په کانګرېس او سنا کې د هغه ایالت د استازو له شمېر سره برابر دی. په دې توګه د امریکا د متحده ایالاتو د الکټرال کالج شمېر د ټول هېواد په کچه ۵۳۸ تنه دی چې د جمهوري ریاست د مقام د ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرال کالج ته اړتیا ده. د یو پخواني دود له مخې د امریکا د متحده ایالاتو د هر ایالت ټول الکټرال کالج په جداګانه توګه کولای شي د جمهوري ریاست هغه نوماند ته رایه ورکړي چې په هغه ایالت کې یې د عمومي رایو شمېر د سیال کاندید په نسبت زیات وي. د دې سیستم امتیاز دا دی چې د دې هېواد کوچنیو ایالتونو ته زیات نقش ورکول کېږي که څه هم عمومي رایه به د بل کاندید په ګټه وي. د مثال په توګه ښاغلي (جورج بوش) په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې د فلورېډا په ایالت کې د خپل سیال ښاغلي (الګور) په تناسب ۱۰۰۰ رایې کمې وړې وې خو د دې ایالت الکټرال کالج خپلې رایې جورج بوش ته ورکړې او ښاغلی بوش د محکمې له خوا د رایو تر دویم ځل حساب وروسته د ولسمشرۍ مقام ته و رسېد. د دې سیستم کمزوری ټکی دا دی چې ممکن یو کاندید په عمومي توګه د خلکو زیاتې رایې په لاس را نه وړي خو زیات الکټرال کالج نوموړي ته رایه ورکړي او د جمهوري ریاست ټولټاکنې و ګټي چې په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې دا پېښه تکرار شوه. که چېرې یو نوماند د ۱۱ ګڼ مېشتو ایالتونو (کالیفرنیا، نیویارک، تګساس، فلوریډا، پنسلوانیا، ایلي نویز، اوهایو، میشیګان، نیوجرسي، شمالي کارولینا، او جورجیا) رایې په لاس راوړي او باقي ۳۶ ایالتونو کې رایې و نه ګټي نو د امریکا ولسمشر کېدای شي ځکه چې د دې ۱۱ ایالتونو د الکټرال کالج شمېر ۲۷۰ ته رسېږي او دا هغه مناصفه حد دی چې له ۵۳۸ الکټرال کالج څخه یې یو ګټونګی نوماند باید په لاس راوړي او د امریکا په تاریخ کې تر دې مهاله ۳ ځلې داسې پېښه شوې ده. همدارنګه د دې هېواد د تاسیس څخه تر ۲۰۱۲ مېلادي پورې ۴ ځلې داسې پېښ شوي دي چې د جمهوري ریاست یو نوماند د خلکو زیاتې رایې په لاس راوړي خو الکټرال و نه ګټي او ټولټاکنې سیال نوماند ته بایلي.

په ۲۰۰۰ میلادي کال کې ښاغلي (الګور) له (جورج بوش) څخه ۵۰۰۰۰۰ رایې زیاتې ګټلې وي خو (جورج بوش) و کولای شول چې ۲۷۱ الکټرال په لاس راوړي او د دري څلوېښتم جمهور رییس په توګه و ټاکل شي. د امریکا انتخاباتي سیستم د دریو پېړیو وړاندې جوړ شوی سیستم ګڼل دی او په هغه وخت کې د امریکا بنسټ اېښودونکو ټوله پاملرنه دغې خبرې ته اړولې وه چې د حکومت د سیاسي ارکانو (خلک، حکومت، دولتي او ایالتي دولتونه) د جوړولو او د قوانینو د لیکلو په لړ کې اساسي بنسټونو ته زیان و نه رسېږي. له همدې کبله د امریکا کانګرېس له دوو برخو څخه تشکیل شوی چې یو ولسي جرګه یا کانګرېس دی چې په خلکو پورې اړه لري او بله مشرانو جرګه یا سنا دی چې حکومتي وزن یې ساتلی دی. رایه اچونه هم په دواړو برخو کې کېږي، خلک رایه ورکوي او انتخاباتي کالج د حکومتي سیستم د استازي په توګه د خلکو له خوا ورکړل شوې رایې تاییدوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ننه هم ډېر وګړي په دې نظر دي چې دغه انتخاباتي سیستم باید د ورځې د شرایطو سره سم عیار او بدلون و مومي او د اویایمې مېلادي لسیزې په لړ کې کانګرېس تصمیم و نیو چې الکټرال کالج سیستم د دې هېواد د ټولټاکنو له سیستم څخه حذف کړي خو دا کار په خپلو وروستیو مراحلو کې له ځنډ خنډ سره مخ شو او خبره زړه په زړه همداسې پاتې شوه. د دې سیستم د بدلون ملاتړ کوونکي وایي چې باید د امریکا د انتخاباتو له سیستم څخه الکټرال کالج حذف شي، خلک باید مستقیما نوماند ته رایه ورکړي او د ټاکنو ګټونکی او بایلونکی د خلکو د عمومي آراوو له مخې معلوم شي. د امریکا د ټولټاکنو په سیستم کې یو بل حالت هم پېشبیني شوی دی او هغه په دې ډول چې که چېرې یو نوماند په دې و نه توانېږي چې د الکټرال کالج اکثریت لاسته را وړي او هر یو نوماند یوازې ۲۶۹ د الکټرال کالج رایې تر لاسه کړي نو په دې صورت کې باید څه و شي؟ د امریکا د متحده ایالاتو د اساسي قانون پر بنسټ په دې صورت کې د دې هېواد د جمهور رییس انتخاب د کانګرېس په غاړه کېږي.

که چېرې د دواړو نوماندانو رایې یو ډول وې نو ولسي جرګه د جمهور رییس د ټاکلو لپاره غونډه جوړوي، د دواړو نوماندانو تر منځ ټاکنې صورت مومي، هر ایالت یوازې د یوې رایې حق لري او هر کاندید چې ډېرې رایې و ګټې هغه د امریکا د جمهور رییس په توګه انتخابېږي. د امریکا په تاریخ کې تر ۲۰۱۲ مېلادي کال پورې یوازې یو ځل داسې پېښه شوې او په ۱۸۲۴ مېلادي کال (جان آدمز) د کانګرېس له لوري د امریکا د لسم جمهور رییس په توګه انتخاب او د هغه سیال (اندرو جکسون) بریالی نه شو. که چېرې په دې ډول ټاکنو کې یو تن هم د جمهور رییس په توګه انتخاب نه شي نو بیا د مشرانو جرګه دنده لري چې د جمهوري ریاست مقام د جمهور رییس مرستیال ته و سپاري چې تر اوسه د امریکا په تاریخ کې داسې پېښه نه ده تکرار شوې. که چېرې ولسي جرګه او مشرانو جرګه دواړه و نه شي کولای چې جمهور رییس انتخاب کړي او یا د جمهور رییس دنده د هغه مرستیال ته و سپاري نو تر هغه مهاله چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه خپل تصمیم نیسي، د مشرانو جرګې رییس کولای شي د امریکا د جمهور رییس په توګه دنده اجرا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعلي عمري

په زړه پورې خوندوره معلوماتي لیکنه وه اوږد ژوند ولرې احمدي صاب

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x