نیکه بیا را ژوندی سو

 احمدشاه پاڅون

( د نیکه ناول په اړه یوه تبصره )

تر ډیره مي ځان ملامتوئ، چي ولي تاریخي لیکني نسم لوستلای او یا اخذ ترې نسم کولای، وروسته وروسته پوهه سوم، چي ډیر مشکل په ما کي نه دی، بلکه لیکوال هم په دې ګرم دی، چي موضوع یې داسي پېچلې، پڅه او ګونګه بیان کړې، چي ذهن ستړی کوي.

زموږ ډیری وګړي، حتي تر ډیرو سیاسیونو او عالي رتبه چارواکو پوري له خپل تاریخ څخه خبر نه دي. ښايي وخت ناوخته یې د تاریخ د مطالعې هڅه کړې وي، خو تاریخ سره دده بې علاقه ګۍ او د لیکوال سختي لیکني به بیرته کتاب کتولو ته اړ کړی وي.

زما تاریخ خوښ دی، خو لوست ته مې حوصله ختمېدله، چي بلاخره مي (پښتانه په هند کي او ابدالي توره) داسي تاریخي لیکني و موندلې، چي د کیسې او یا نکل په شکل لیکل سوي وې، فکر مي وکړ، چي ښايي تاریخ به تر دې نور نه هنري کیږي، ځکه لیکوال پکي ازاد نه وي.

چي بلاخره مي د نصیر احمد احمدي، څخه کلونه وړاندي واوریده، چي د میرویس نیکه پر ژوند او مبارزه په یو تاریخي ناول لیکلو بوخت دی، تر ډیر وخت انتظار وروسته هغه ناول د (نیکه) په نوم را بشپړ او چاپ سو او ما هم په څه باندي درې ساعته کي ولوست.

د لیکوال پخوانیو ناولونو او لیکنو ته په پام سره په دې یقیني وم، چي (نیکه ) ناول به خورا خوږ او له تلوسې ډک وي، مګر چي دا ناول څومره هنري، خوږ او له تلوسې ډک لیکل سوی، ما یې په اړه هیڅ فکر نه وو کړی.

پر دې ناول ډیر څه ویل کیدای سي، چي زه یې نه دلیکلو توان لرم او نه پوهه. زه به دهغه څه د لیکلو هڅه وکړم، چي ددې کتاب تر مطالعې وروسته مي ذهن کي ګرځي.

تاریخ د ټولو لپاره:

زموږ اکثره وکړي، ځکه له خپل تاریخه نا خبره دي، چي تاریخي کتابونه یوازي د تاریخ پوهانو او هغو کسانو چي تاریخ سره؛ سر او کار لري اوړي او را اوړي. ځکه د دوی تر منځ تبادله کیږي، چي لیکل کیږي هم دوی ته، مګر (نیګه) لومړی داسي تاریخ لیکنه ده، چي و به ګورئ، په رېړۍ کي ناست ځوان به یې هم مطالعه کوي او پوره خوند به ورنه اخلي.

شیره مطالعه کول:

لکه، څنګه چي د (نیکه) لیکوال احمدي صاحب د کتاب په پیل کي هم یادونه کړې، چي ددې ناول د لیکلو لپاره یې بې شمېره کتابونه مطالعه کړه، خو ځیني برخي یا معلومات، چي غوښتل یې تر لاسه یې کړي په موندلو یې بریالی نه سو، خو بیا هم ناول کي، داسي څه موندل کیږي، چي ښايي ما غوندي یو لټ انسان یې په عادي تاریخي کابونو کي بوی لا نه کړي. نو دلته لیکوال خواري ګالي، کتابونه مطالعه کوي او یوه شیره یې په خوږه ژبه لیکي، چي د ټولو لپاره مهمه او ورباندي پوهیدل اسانه دي.

د تاریخي پیښو میدګي:

تاریخي لیکنو او بیا زموږ تاریخونو خورا عمومي خبري او واقعې را خستي. مجبوره وه همداسي وکړي، که جزیاتو ته سي، خبره بیخي اوږدیږي، شړیږي او لوستونکی پکي ورکیږي، مګر پر دې هم سترګي نه پټیږي، چي تاریخ کي ځیني جزیات او ځیني وړې پیښي خورا د اهمیت او پام وړ دي، چي دا کار په تاریخي ناولو کي ممکن دی او لکه څنګه چي یې په (نیکه) ناول کي بشپړ حق ادا سوی.

واقعي اتلان په خیالي رول کي:

د ناول د مطالعې په وخت کي، چي به مي د میرویس خان عقلي تدبیرونه او لاسته راوړني لوستې، فکر به یووړم، چي کاش دا خیالي نه وايي، خو یو دم به مي فکر سو، چي دا هرڅه خو حقیقت دي، رښتیا موږهمداسي مشران لرل؟ موږ څومره بدبخته یو، چي د داسي مشرانو لرلو وروسته هم د نورو په اشاره نڅیږو. نو داسي یو انځور او لیکنه سړی فکر کولو ته اړباسي، چي زه څوک یم، زما مشران څوک وه او ماته څه کول پکار دي؟

د ژوند د هر پړاو د ستونزو د حل نسخه:

په (نیکه) ناول کي ښودل کیږي، چي میرویس خان نیکه د نورو لارویانو او ملګرو خلاف نظریه لري، هغوی جنګ غواړي، له ګورګینه خپل غچ اخستل غواړي، خو میرویس خان نیکه هغوی حوصلې ته رابولي، وايي: داسي احساساتي چلند یوازي زموږ په مرګ تمامیږي او بس. د ټولني هیڅ درد نسي دوا کولای. نومړی سپارښتنه کوي، چي موږ باید له عقله کار واخلو او په تدبیر او پوره حوصلې مخ ته ولاړ سو، چي همدا کار او طریقه بشپړ بریالیتوب ورپه برخه کوي. سړی پوهیږي، چي دا نسخه یوازي د ګوګین په وړاندي نه، حتي د خپلي کورني شخړو په حل کي هم ترې ګټه پورته کیدای سي.

مبارزه او حوصله:

نن سبا هم د مبارزې خبره کیږي، ډیرو خلکو او ډلو په بیلابیلو نومونو مبارزه را پیل کړه، چي څو اونۍ پرې واوړي او یا څه زیان او تکلیف و ګوري، بیا یې نوم لا نه اخلي. ډیری یې په دې ټکي ځان خلاصوي، چي افغانستان کي دا شیان ګټه نه کوي. ناول کي موږ ته را ښودل کیږي، پېړۍ وړاندي؛ چي تر نن ورځي حالت ډیر بتر وو، مستقیم استعمار فکرونه وژلي وه او اولس ټول د غلامۍ په ګرداب کي ډوب وو، بیا هم مبارزې رنګ راوړ، نو نني افغانستان کي ولي نه؟
بیا دا هم ور ښودل کیږي، چي مبارزه ښايي کلونه حتی نسلونه وخت و نیسي، خو چي اوسپنیزه حوصله وسي، مبارزه حتماً بریالۍ کيږي.

وګړي په فکر سره تړل:

عادت داسي دی، چي یو کس د مبارزې لپاره را ولاړیږي، خلک یې هم ملاتړ کوي، بس، چي دی هر څه کوي د دوی قاید دی، دوی هم هغه کوي، که دا کس له دې مبارزې تیرسي، مړ سي او یا له فعالیه ولویږي، هر څه ورسره صفر سي. مګر موږ په دې ناول کي مومو، چي میرویس خان نیکه څنګه په خلکو کي یو فکر را منځ ته کړ، چي خلک پر هغه را ټول سوه. داسي فکر، چي د میرویس خان نیکه تر مړیني وروسته یې هم اولس په خپل مدار کي و ساتی.

د سونزو ګالل:

دلته ددې درس هم را کول کیږي، چي د یوې ستونزي څخه د خلاصون په موخه د مبارزې لپاره څه کول پکار دي؟ وینو چي نیکه او اولس یې خورا سترو قربانیو ته چمتو سو. دا قربانۍ ښايي له زغمه و تلي وي، خو بیا به یې هم زغمې، ته به یې زغمې، ستا ملګري به یې زغمي او حتي د هغه سیمي، ټول وګړي بوډاګان، ښځي او ماشومان به دې ته چمتو کیږي، چي دا سختي و ګالي. کله چي خسرو خان کندهار محاصره کړ، نو په کندهار کي قطي راغله او موږ وینو، چي ټولو دا ستونزي په څومره حوصله و زغملې او بیا څنګه د دوی دا حوصله او زغم دا ستره بریا حتمي کړه.

په پیل کي مي غاړي خلاصي کړې، چي په (نیکه) ناول کي هغسي ډیر څه سته، چي زما قلم یې نسي لیکلای. کله چي یې لولی، د هغه وخت پښتانه، ددوی لباس، دود او دستور، د هغه وخت کندهار، سفرونه او ژوند بس تر یوه خوندور فلم هم ښه انځور سوی، خو که دا ناول فلم سي، زموږ په اړه به د نړیوالو ذهنیت هم تغیر وکړي.
احمدي صاحب! له خدمته دي مننه

بې بله مسې

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د